په افغانستان کې د پولیو ضد ملي کمپاین د دوشنبې په ورځ، د نومبر په ۲مه پیلېږي، چې په کې به یې له پنځو کلونو څخه کم عمره میلیونونو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وشي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې ۱۲.۷ میلیونه افغان ماشومان د پولیو ضد واکسین په کمپاینونو کې تر پوښښ لاندې راغلي دي.
یونسف وايي، په افغانستان کې د پولیو واکسین ډېری کارکوونکي ښځې او نجونې دي، نو د واکسیناسیون په پروګرامونو کې د ښځو پر ګډون د طالبانو لخوا لګول شویو محدودیتونو، د افغانستان په ځینو برخو کې ماشومانو ته د واکسین رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړی چې پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو لخوا د سختو محدودیتونو لګول، د روغتیا په برخه کې د مرستو بې سارې کمښت، او له یو بل سره د تړلو بحرانونو له امله رامنځته شوي فشارونه، په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیایي او طبي خدماتو وړاندې کول خورا ستونزمن کړي دي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې خپور دی. سږکال په افغانستان کې د پولیو لږ تر لږه ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
فورم \ دبحث خونه