د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د عبدالله څرګندونې د "دولتدارۍ د روحیې مخالفې" وگڼلې


ارگ وایي د ښاغلي عبدالله "د څرګندونو په هکله به ژر جدي او موثر بحثونه وشي"
ارگ وایي د ښاغلي عبدالله "د څرګندونو په هکله به ژر جدي او موثر بحثونه وشي"

د افغانستان جمهوري ریاست د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تیرې ورځې په څرګندونو تاسف څرګند کړی او ویلي دي چې د هغه د څرګندونو وروسته هم د ملي یووالي حکومت کار ادامه مومي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس د پنجشنبې د ورځې څرګندونو په غبرگون کې د ښاغلي عبدالله څرګندونې د "دولتدارۍ د موازینو او روحیې سره" په ټکر کې بللي دي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شا حسین مرتضوي په دې هکله امریکا غږ ته وویل، چې د افغانستان د جمهور رئیس په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په پوره حوصله مندۍ د چارو پرمخ بېولو کې په نږدې دو کالو کې د زیاتو ننګونو باوجود د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

ښاغلي مرتضوي وویل " په تاسف سره د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې، ځکه د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر هغه مبنا اجرات کېږي.د ملي یووالي حکومت کار د مجموع په توګه ادامه مومي، د هغه د څرګندونو په هکله به ژر جدي او موثر بحثونه وشي" .

د ارګ یوه اعلامیه وایي چې د هیواد د حساسو شرایطو په درک سره لازمه ده چې سیاسي قشر، دولتي مقامات، علمای کرام، قومي مشران او شریف هېوادوال د نظر په یووالي او د لازمې اجماع په حفظ سره خپلو ګډو کوښښونو ته ادامه ورکړي، تر څو په ټولو شته ننګونو بریالي شو.

د پنچشنبې په ورځ د افغانستان اجرائیه رئیس د ځوانانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې خلک د هیواد د روان حالت نه راضي نه دي او هغه به د شنبې په ورځ په دې هکله د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل تمه لري چې د جمهور رئیس سره په خبرو کې "سالم عقل حاکم اوسي".

ښاغلي عبدالله دا هم وویل چې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو موافقتنامه که "د جمهور رئیس د امر د ویتو په معنی نه ده، نو د خپلسرۍ په معنی هم نه ده ".

عبدالله عبدالله وویل، چې په تیرو دریو میاشتو کې یې د دوو یا یو ساعت لپاره هم جمهوررئیس غني سره په ځانله سر نه دي کتلي.

غبرگونونه

د ښاغلي عبدالله د څرگندونو په ملاتړ د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس او د "روند سبز" مشر امرالله صالح په پخل فیسبوک کې ظاهراً در ارگ د وروستۍ اعلامیې په غرگون کې لیکلي دي "زوړ تکتیک او زړه پاڼه: د کلونو راهیسې د حساسو شرایطو تر نوم لاندې د اساسي کارونو او د حساسو مسایلو له حل کولو نه ډډه کوي."

ښاغلي صالح د ښاغلي عبدالله د پنجشنبې د ورځې له څرگندونو څخه په ملاتړ ویلي "د جناب ډاکتر عبدالله عبدالله له لورې مطرح شوی غوښتنې چې د واقعي اصلاحاتو پلي کول، د سیاسي توافق درناوی او د هغې د ټولو بندونو تطبیق، د اساسي قانون تعدیل، د انتخاباتي نظام اصلاحات، د تذکرې ویشل او بالاخره په افغانستان کې د نظام او دولتي بنسټونو د شخصي کولو بهیر پای ته رسول، ټول معقول او بر حقه دي".

له بلې خوا د بلخ والي عطامحمد نور، چې د ښاغلي عبدالله له ملاتړو څخه دی هغه هم په خپل فیسبوک کې د اجرائیه رئیس له موقف څخه ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې هغه " په زغرده د خلکو د غوښتنو او ارمانونو په هکله خبرې کړي، پلوي یې کوم او هیله من یم چې دغه موضوع د شعار په حد کې نه (بلکې) د خلکو د غوسې په پای ته رسولو کې قاطع او صادقانه وي".

XS
SM
MD
LG