د لاس رسي وړ اتصالات

قومي مشران: د حکومت ضد نويو ډلو جوړول تاوان لري


قومي مشرانو وویل چې سیاستوال باید پر خپلو شخصي ګټو ملي ګټې غوره وبولي.
قومي مشرانو وویل چې سیاستوال باید پر خپلو شخصي ګټو ملي ګټې غوره وبولي.

خو مذهبي او قومي مشرانو او مدني فعالانو په خوست کې د دغې ډلې د څرګندونو پر خلاف سخت غبرګون وښود. دوی دا ډول سياسي حرکتونه له يوه بل بحران سره د حکومت د مخ کېدو لامل وبلل.

په دې ولايت کې د پخوانيو مجاهدينو د يووالي اسلامي شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ دا د بهرنيو استخباراتي کړيو کار وباله او پر افغانانو يې غږ وکړ، چې اهدافو ته يې د رسېدو مخنيوی وکړي.

هغه وايي ”له يوه لوري له طالبانو سره د سولې مذاکرات روان دي او بل طرف د نظام په کاري ظرفيت او اهليت باندې کار روان دی. که اوس نظام ته ستونزې جوړې کړو، نو له نورو بدبختيو سره به مخ شو. همدا جوړ شوی نظام بايد يو نعمت وبولو. که بېرته يې د ړنګولو هڅه وکړو، نو دا کار د افغانانو په زيان دی‟.

د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر محمدموسی هوتک وايي، چې د ملي يوالي حکومت په جوړښت کې ډېرې ستونزې شته، خو زياتوي، چې د سياسي ډلو جوړېدل بايد د نظام د ړنګېدو په معنی نه وي.

نوموړي همدارنګه ځينې سياسي ډلې تورنې کړې، چې د شخصي ګټو په خاطر مخالفتونه ښيي، مګر هغه په دې برخه کې د کومې ډلې نوم وانخيست.

نوموړی وايي ” ائتلافونه، ګوندونه او اپوزيسيون به قانوني بڼه ولري، خو په افغانستان کې د دې زمينه نه ده برابره، چې د حکومت او خلکو ترمنځ بې باوري رامنځته شي. د ملت مشکلاتو او در به دريو ته دې وګوري، چې ملت په څه حال کې دی.‟

قومي مشر جنت خان منګل د نوي افغانستان ملي جبهې او د حراست او ثبات په ګډون د حکومت خلاف له سياسي ډلو وغوښتل، چې د تخريب پرځای په حکومت کې د اصلاحاتو راوستلو هڅه وکړي.

جنت خان هغه څرګندونې هم وغندلې، چې په ترڅ کې يې د ملي يووالي حکومت ناکام او نامشروع بلل شوی او له سره يې د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې.

” داسې جبهې بايد نورې جوړې نشي. که جوړېږي، هغوی بايد سولې، ثبات او د افغانانو په خير وي. اوسنۍ جوړې شوې جبهې د افغانستان ملت او په ځانګړي ډول موږ ته د منلو وړ نه دي.‟

د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر محمدموسی هوتک وايي د سياسي ډلو جوړېدل بايد د نظام د ړنګېدو په معنی نه وي.
د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر محمدموسی هوتک وايي د سياسي ډلو جوړېدل بايد د نظام د ړنګېدو په معنی نه وي.

بل قومي مشر عالم ګل کوچي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې د ملي يووالي له حکومته ملاتړ ته دوام ورکړي. د هغه په نظر په هېواد کې د شته مشکلاتو د حل يواځنۍ لاره، د افغانانو يو موټی کېدل دي.

هغه وویل”دې ملت ته يواځنۍ دوا او د ټولو بدبختو څخه د نجات لار اتفاق دی. د ګوندونو او سياسي خلکو په خبرو مه غولېږئ. خو پر حکومت هم دا غږ کوو، چې خپل ولس ته دې وفادار او صادق واوسېږي.‟

تېره اونۍ په کابل کې د نوي افغانستان ملي جبهې په نوم يوې ډلې د حکومت پرخلاف د سياسي اپوزسيون د موجوديت اعلان وکړ. دې ډلې اوسنی حکومت ناکام وباله او له سره يې د انتخاباتو غوښتنه وکړه.

د نوي افغانستان ملي جبهه وايي، چې په هېواد کې د مثبت بدلون رامنځ ته کولو، د قانون ټينګښت، ولسواکي او ټولنيز عدالت په موخه رامنځ ته شوې ده.

XS
SM
MD
LG