د لاس رسي وړ اتصالات

د اشرف غني او عبدالله عبدالله دوه په دوه خبرې وځنډېدې


ښاغلي عبدالله ویلي وو چې د شنبې په ورځ له ولسمشر غني سره دوه په دوه غونډه لري
ښاغلي عبدالله ویلي وو چې د شنبې په ورځ له ولسمشر غني سره دوه په دوه غونډه لري

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ وروستیو اختلافاتو افغانان اندېښمن کړي او له دواړو مشرانو څخه غواړي چې ژر تر ژره دا اختلافات ختم کړي.

یو شمیر افغانان د حکومت د مشرانو تر منځ پر روانو اختلافاتو نیوکې کوي او وايي، د دې پر ځای چې حکومتي مشران د افغانستان ستونزې حل کړي، دوی په خپله د دغه هیواد د ستونزو یو اصلي لامل ګڼي.

ټاکل شوې وه چې نن شنبه د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ په ارګ کې دوه په دوه خبرې وشي، خو غونډه ونشوه.

د اجرائیه ریاست د مرستیال ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل، دواړه مشران به ډیر ژر د سیاسي موافقې د عملي کولو پر سر دوه په دوه سره خبرې وکړي.

په ارګ کې یوې سرچینې امریکا غږ اشنا ته تاید کړه چې دا غونډه نن ونشوه او معلومه نه ده چې کله به دواړه مشران دوه په دوه سره غونډه وکړي.

امریکا غږ په دې اړه د کابل له یو شمېر ښاریانو سره خبرې وکړې، د هغوی په باور د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ د اختلافاتو دوام به د ولس او حکومت ترمنځ بېلوالی راولي او د هغو په نظر له دې وضعیت څخه به د افغانستان دښمنان ګټه پورته کړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ له جدي اختلافاتو پرده پورته کړه او ولسمشر غني یې د چارو په ترسره کولو کې په خپلسرۍ تورن کړ.

خو ولسمشر غني د جمعې په ورځ د ځوانانو د نړیوالې ورځې په لمانځ‌غونډه کې وویل، هغه کسان ما د قدرت په انحصار تورنوي، چې پر وینا یې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې "د هغوی ګټې له خطر سره مخ شوې دي".

له بلې خوا د سیاسي چارو کارپوه ودیر ساپی په دې باور دی، چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ اختلافات به د افغانستان پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت ناوړه اغیز وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د حکومت دوه چارواکي، د ملي یووالي حکومت له جوړیدو وروسته د یو بل پر وړاندې په تونده لهجه څرګندونې کوي.

که څه هم له دې مخکې د کابینې د غړو د ټاکنو پر سر ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله تر منځ اختلافاتو سر راپورته کړی وو، خو داسې په صراحت یې یو بل مخاطب کړي نه وو.

XS
SM
MD
LG