د لاس رسي وړ اتصالات

د مخدره موادو ضد مبارزې کې ٧ میلیارد ډالر مصرف شوي


امنیتي چارواکي او دمخدره مواد و نړۍ وال ماهران وايي د افغانستان بغاوت د مخدره موادو په تجارت کې قوی لاس لري.
امنیتي چارواکي او دمخدره مواد و نړۍ وال ماهران وايي د افغانستان بغاوت د مخدره موادو په تجارت کې قوی لاس لري.

امريکا په تېره لسېزه کې د کوکنارو د کرنې او تجارت د مخنیوي لپاره ۷ میلیارد ډالر مصرف کړي، خو دغه تجارت نور هم پرمختگ کړېدی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي په داسې حال کې چې د امرېکا عسکر له افغانستان څخه دوتلو تابېه کوي، د کوکنارو کرل او د اپېنو تجارت د غوړېدو په حآل کې دی.

واشنگټن پوست لیکي چې امرېکا په تېرو دولس کلونو کې د یو اټکل له مخې، د کوکنارو د کرنې او تجارت په مخنیوي اوه ملېارد ډالر مصرف کړل، خو دغه تجارت نه ېوازې کم نسو، بلکه نورېې هم پرمختگ کړېدی.

امريکا له یوې خوانه دېته ځان برابروي چې په 2014 م کال کې خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي، خو له بل پلوه ېې په دغه هېواد کې د مخدره موادو د صنعت په مقابل کې مبارزه باېللې ده. واشنگټن پوست لیکي چې د 2009 م کال راهیسې داوباما ادارې داهڅې پېل کړلې چې دا جگړه بدله کړي او دبري په لوري ېې مخه وگرځوي، مگر د کوکنارو دکرلو مخنیوی ونشو او داپېنو د تجارت مخه ېې هم ونه نېولی شوه.

واشنگټن پوست لیکي چې له 2002 م کال راهېسی دترېاکو بازار مخ په غوړېدودی او امرېکا نېژدې 7 ملیارډالر پرې ولگول چې دابازار بند کاندي، خو دتریاکو دمارکېټ تقاضا مخ په زېاتېدشوه او همدارنگه ېې عرضه هم ورسره زېاته شوه. ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د امنېتي ادارو او مخدره موادو د مخنیوي دماهرانو په وېنا د مخدره موادو مخ په زېاتېدونکي تجارت کې دافغانستان سرسخت بغاوت ښه قوي لاس لري.

واشنگټن پوست لیکي په داسې حال کې چې دافغانستان د جگړې د وخت اقتصاد مخ په کمښت روان دی، د تریاکو تقاضا به چې په افغانستان کې په هېروئېنو هم بدلېږي، نوره هم زېاته شي او دترېاکو د تجارت پېسې به په راتلونکي اقتصاد کې ډېر غټ نقش ولري.

دافغانستان د چارو ېوشمېر ماهران وايي هغه هڅې چې په تېره لسېزه کې ددغه تجارت په مخنېوي کې ناکامې شوې ډېر عوامل لري، خو په هغو کې د افغانستان په زېاتو برخو کې ناامني او ناکراري، شامله ده. له بل پلوه په افغانستان کې فقر اونېستي او په ډېرو مواردو کې دافغانستان دحاکمې طبقې ملاتړ هم ددغه تجارت په وده کې نقش درلودلی دی.

ورځپاڼه په پاې کې لېکي ددې عوامل کله د پېسو سره مينه او کله هم له مخالفينوسره په پټه همکاري گڼل کېدی شي.
XS
SM
MD
LG