د نفوس د نړيوالې ورځې په مناسبت، چې د جولای په ۱۱ مه نمانځل کیږي، د افغانستان د نفوس په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (یوناما) او د احصايې او د طالبانو تر کنترول لاندې د معلوماتو ملي ادارې بېلابېل اټکلونه خپاره کړي.
دا اټکلونه د هېواد د ټول نفوس په شمېر کې توپير څرګندوي.
د یوناما په اعلاميې کې اټکل شوی چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۸ اعشاريه ۶ ميليونه کسانو ته رسېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۵ لمريز کال لپاره د افغانستان نفوس ۳۷ اعشاريه ۲ ميليونه تنه اټکل کړی، چې د یوناما له اټکل څخه څه باندې لس ميليونه کسان کم دی.
د يادې ادارې د شمېرو له مخې، د هېواد ۵۱ سلنه نفوس نارينه او ۴۹ سلنه يې ښځې دي. همدارنګه، نږدې ۷۰ سلنه خلک په کليوالو سيمو کې ژوند کوي، ۲۶ سلنه په ښارونو کې مېشت دي او شاوخوا څلور سلنه کوچیان دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، کابل د شاوخوا ۶ اعشاريه ۴ ميليونه اوسېدونکو په لرلو سره د هېواد تر ټولو ګڼ مېشتی ولايت دی، او هرات د نږدې ۲ اعشاريه ۴ ميليونه نفوس سره دويم ځای لري.
د طالبانو تر کنترول لاندې د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر کال يې د افغانستان نفوس ۳۶ اعشاريه ۴ ميليونه اټکل کړی و، او د سږ کال شمېرې ښيي چې نفوس د تېر کال په پرتله شاوخوا ۸۰۰ زره کسانو، يا ۲ اعشاريه ۲ سلنه، زيات شوی دی
فورم \ دبحث خونه