د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې لوړیدل

د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې د بېوزلۍ کرښې لوړې شوې، ځکه چې د تېرې میاشتې په پرتله په عمومي بیو کې زیاتوالی راغلی و.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جون تر میاشتې پورې، د هر شخص لپاره د بېوزلۍ منځنۍ میاشتنۍ کرښه ۲،۸۰۰ افغانۍ ده. په دې کې د خوراکي توکو لپاره ۱،۶۶۹ افغانۍ او د غیرخوراکي توکو لپاره ۱،۱۳۱ افغانۍ شاملې دي.

د بېوزلۍ کرښې د افغانستان د عاید، لګښتونو او کاري ځواک د ۲۰۲۰ کال له سروې څخه اخیستل شوې دي، چې د ملي احصایې او معلوماتو ادارې (NSIA) او نړیوال بانک له خوا ترسره شوې ده.

د بېوزلۍ کرښې د هر شخص لپاره په میاشتنۍ کچه اټکل شوې دي او د خوراکي توکو او نورو اړینو لګښتونو بیې په پام کې نیسي. همدارنګه دا هم په پام کې نیسي چې خلک په کوم ځای کې ژوند کوي.

دا موضوع ځکه مهمه ده چې په ټول افغانستان کې بیې یو شان نه دي. دغه طریقه د بېلابېلو ولایتونو لپاره جلا اټکلونه وړاندې کوي. همدارنګه د ښارونو او کلیوالو سیمو ترمنځ توپیر هم کوي.

د خوراکي بېوزلۍ محاسبه د هغه خوراکي توکو پر بنسټ کیږي چې هر انسان ورته په ورځ کې د ۲۱۰۰ کالوریو د برابرولو لپاره اړتیا لري. د خوراکي بېوزلۍ لومړنۍ کرښه د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د کابل د بیو پر بنسټ، د هر کس لپاره په میاشت کې ۱،۳۳۰ افغانۍ ټاکل شوې وه.

خو له هغه وخت راهیسې بیې بدلې شوې دي. له همدې امله، اوسني اټکلونه د وروستیو بیو د معلوماتو په کارولو سره تازه کېږي. دغه سیستم د یوې کورنۍ د غړو شمېر هم په پام کې نیسي.

په ساده ډول، څومره چې کورنۍ لویه وي، هغومره ډېرو پیسو ته اړتیا لري چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. دا وسیله دا هم په پام کې نیسي چې ځینې کورنۍ له اضافي ستونزو سره مخ دي.

په دې ډله کې بې‌ځایه شوې کورنۍ، راستنېدونکي، کډوال، معلولیت لرونکي کسان، د ښځو په مشرۍ کورنۍ، له طبیعي پېښو اغېزمنې شوې کورنۍ او هغه کورنۍ چې پورونه لري شاملې دي. د دغو کورنیو لپاره د اضافي مرستې اړتیا هم په پام کې نیول کېدای شي.

د (د دیتا فار افغانستان) د تیرو معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې ۶۵ سلنه افغانان د نړیوالې بېوزلۍ له کرښې لاندې ژوند کاوه. دا په ۲۰۲۱ کال کې د ۴۴ سلنې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.

په ۲۰۲۴ کال کې له هرو لسو افغانانو څخه شپږو د نړیوالې بېوزلۍ له کرښې لاندې ژوند کاوه.

د یوې کورنۍ د اړتیا وړ پیسې پر ولایت، د ښار یا کلیوالي سیمې د اوسېدنې، د کورنۍ د غړو د شمېر او د کورنۍ د ځانګړو ستونزو له مخې توپیر کولی شي.

د بشري مرستو د ادارو لپاره دا معلومات مهم دي. ځکه د مرستو پلان جوړوونکي کولی شي د سیمې د بیو له معلوماتو څخه استفاده وکړي او اټکل وکړي چې بېلابېلې کورنۍ څومره مرستې ته اړتیا لري.

د بېوزلۍ دا نوي معلومات د دې لپاره وړاندې شوي چې بشري مرستندویه ادارې د خلکو اړتیاوې په غوره توګه درک کړي او خپلې مرستې په اغېزمن ډول هغو کورنیو او سیمو ته ورسوي چې تر ټولو زیاتې اړتیاوې لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG