د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ: د افغانستان د پریمیر لیګ سیالۍ پيلوو


د کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د پریمیر لیګ سیالۍ به راروان کال کې پیل کړي.
د کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د پریمیر لیګ سیالۍ به راروان کال کې پیل کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په 2018 کال کې به د افغانستان پریمیر لیګ یا اي پي ایل په نامه سیالۍ پیل کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ رئيس عاطف مشعل چې تیر ماښام یې د کرکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب د اخیستلو د لمانځې په یوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې په راتلونکو دوو کلونو کې به په کابل کې د کرکټ یو نړیوال لوبغالی هم جوړ کړي.

په دې غونډه کې چې د شپږیزې کرکټ لیګ له خوا جوړه شوې وه د کرکټ د ملي لوبغاړو تر څنګ دولتي چارواکو، سوداګرو او د کرکټ مینه والو ګډون کړی و.

د افغانستان کرکټ بورډ‌ رئیس عاطف مشعل د افغانستان د بشپړ غړیتوب د دریځ د اخیستلو په ویاړ لمانځغونډه کې وویل، په لغمان کې یې د کرکټ لوبغالي لپاره یو میلیون ډالر بودیجه تر لاسه کړې او په نژدې وخت کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.

هغه زیاته کړه، « انشا الله په دوه زره اتلسم کې به د افغانستان پریمیر لیک لانچ کیږي. ما او ستانکزي صآحب په همدی اړه سفر درلود او خبرې مو وکړې چې څنگه کولای شو چې د افغانستان د کرکت بورد گټی وساتو او په اساسي ډول سره دا پروسه شروع کړو.»

په دې لمانځنه کې د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو سرپرست وزیر عبد الغفور لیوال وویل افغانستان له یو هویتي بحران څخه تیریږي خو کرکټ افغانستان ته نوی هویت ورکړی.

هغه زیاته کړه، « مونږ اراده لرو او که تاسو بیلگه غواړئ نو د افغانستان ملي کرکت تیم ددې ارادی سمبول دی او که مونږ پری ښودل شو نو ښایی د انساني ژوند په هره برخه کې همداسې و ځلیږو لکه چې د کرکت د لوبو په ډگر کې څلیدلي یو.»

د شپږیزې کرکټ لیګ په استازیتوب ضیاء الرحمن ضیا وویل چې کرکټ بورډ باید له صلیقوي او سیاسي لاسوهنې څخه وساتل شي.

د کرکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب تر لاسه کول د کابل په ګډون د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې په ځانگړو تودو ولولو لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG