د لاس رسي وړ اتصالات

راتلونکې اونۍ د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه پیلېږي


ټاکل شوې د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه د راتلونکې یکشنبې په ورځ پیل شي چې دوې میاشتې به دوام وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو کاندیدانو څخه غواړي چې د خپلو کمپاینونو پرمهال د ټاکنیز کمپاین اصول مراعت او له سرغړونو څخه ډډه وکړي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلین وايي، کاندیدان باید د کمپاین پرمهال د یو بل له تخریب، ګډوډۍ، په پوځي ځایونو کې له کمپاین، له بهرنیو مرستو له تر لاسه کولو او دولتي امکاناتو له کارولو څخه په ډډه وکړي.

ټولو قوانیونو او مقرارتو ته درناوی، نورو کاندیدانو ته درناوی، په برابره توګه رسنیو ته لاسرسی، د کمپاین مودې رعایتول، د مالي راپور وړاندې کول او داسې نور هغه څه دي، چې د ټاکنیزو کمېسیونو په وینا کاندیدان یې باید د کمپاین په موده کې مراعات کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حقپرست امریکا غږ ته وویل، امنیتي ارګانونو د یادو ټاکنیزو کمپاینونو د امنیت په اړه پوره ډاډ ورکړی دی.

هغه وویل:"کمپاینونه د یکشنبې په ورځ پیلېږي، زموږ له ټولو نوماندانو څخه غوښتنه ده هغه مشخصه کړنلاره چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تصویب کړې په نظر کې ونیسي."

خو هر کاندید د کمپاینونو په دغه دوه میاشتنۍ موده کې څومره پیسې باید مصرف کړي؟

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حقرپست وايي، هر کاندید کولای شي د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ۴۴۱ میلیونه افغانۍ مصرف کړي.

د افغانستان راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ تنو ورته ځانونه کاندیدان کړي دي ټاکل شوې د راتلونکې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

که څه هم د یادو ټاکنو د شفافیت په اړه یو شمېر کاندیدانو لا وار له مخکې اندېښنه ښودلې، خو افغان حکومت بیا له مداخلې پرته د شفافو ټاکنو تر سره کېدو ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG