د لاس رسي وړ اتصالات

١٣٩۴ کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال و


نی، د افغانستان د آزادو رسنیو مرکز
نی، د افغانستان د آزادو رسنیو مرکز

د افغانستان د خبریالانو د مرکز او د آزادو رسنیو د ملاتړ د ټولنې "نی" کلنی گډ رپوټ وایي ١٣٩۴ کال د افغان خبریالانو لپاره له گواښونو ډک او تر ټولو خونړی کال و چې په کې د خبریالانو د تاوتریخوالي او مرگ ژوبلې نژدې دوه سوه پیښې ثبت شوی دي.

د افغانستان خبریالانو د مرکز رئیس احمد قریشي د افغان خبریالانو پر وړاندې په ١٣٩۴ کې د ١٩١ پیښو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا کال د افغان خبریالانو لپاره له گواښونو ډک خونړی کال و.

ښاغلی قریشي وایي په دې کال کې د خبریالانو د وژل کیدو سربیره د رسنیو پر تاسیساتو هم بردیونه شوي دي، د دفترونو لوازم یې لوټ شوي او تر څنگ یې دوه رسنۍ په علني توگه د طالبانو له خوا گواښل شوي دي.

هغه وایي " د ناامنیو په پراخیدو او د داعش امنیتي گواښونه ددې سبب شول چې په لسگونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له کار لاس واخلي او یا هم له هیواد نه ووځي چې دې د رسنیو پر کار باندې منفي رواني اثر غورځولی چې په ولایتونو کې په ځانگړې توگه په جنوب، جنوب ختیځ او شمال ختیځ کې یې خپل ځاني سانسور ته زمینه برابره کړې ده."

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ د ټولنې رئیس صدیق الله توحیدي د رسنیو د کاري ستونزو او چلنجونو یادونه وکړه او ویې ویل چې " ١٣٩۴ کال په تیرو ١۴ کلونو کې د افغان خبریالانو لپاره یو بیساری خونړی کال و."

ددې رپوټ موندنې ښي چې د تیر کال برخلاف په ۱۳۹۴ کال کې د خبریالانو پر وړاندې ۵۵.۲ فیصده تاوتریخوالی د طالبانو له لورې ۲۲.۵ فیصده د حکومت او ۰.۸ فیصده دز ناتو او همداشان ۱۸ فیصده د ناپیژاندو وسله والو کسانو له لورې شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې اړوند د دغو دواړو ټولنو شمیرې سره توپیر لري.

له بلې خوا ښاغلي توحیدي دا هم وویل چې د جمهور رئیس له لورې اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون د توشیح سره سره د حکومتي مسؤلینو له لورې دا قانون په بشپړه توگه نه پلی کیږي.

د هغه په وینا د افغانستان د حکومت دننه ځانگړو کړیو هڅه وکړه او کوشش کوي چې د هیواد په مهمو رسنیو کې نفوذ وکړي او غواړي چې رسنۍ په پخله گټه وکاروي.

په رسنیو کې د ښځو د ونډې کموالی بله موضوع ده چې په دې رپوټ کې ذکر شوي دي او وایي په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو کموالی د امنیت د خرابۍ او د خبریالانو د فردي او ډله ییزو مهاجرتونو په وجه دي.

هغه ښځینه خبریالانې چې همدا اوس په صحنه کې حضور لري د امنیتي او فرهنگي مسایلو تر څنگ د رسنیو د کار په اړه د خلکو انگیرنه د هغوی په وړاندې د چلنجونو له جملې څخه گڼي چې له رسنیو څخه د ښځینه کارکوونکو د وتلو سبب کیږي.

د افغانستان د خیریالانو د مرکز د رئیس په وینا په تیرو دوو لسیزو کې د خبریالانو د قتل د شپیته پیښو څخه یواځې د دوو پیښو په هکله غور شوی دی او یو یا دوه نورې پیښې په جریان کې دي چې دا مسله د خبریالانو د قاتلانو پر وړاندې د حکومت چلند څرگندوي.

XS
SM
MD
LG