د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال افغانستان کې ۵.۲ میلیونه ټنه غنم تولید شوي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، روان کال د زیاتو اورښتونو له امله په هېواد کې د غنمو د محصولاتو په کچه کې ۵.۲ میلیونه ټنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې افغانستان سږ کال ۶ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري، چې په روان کال کې د غنمو حاصلاتو ته په کتو به دغه هېواد وتوانېږي د خپل اړتیا وړ غنم له داخلي منابعو څخه تر لاسه کړي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، په روان کال کې د افغانستان کرنیز او وارداتي بیلانس ۷۰۰ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.

هغه وویل:"سږ کال زموږ د غنمو حاصلاتو کې ۵.۲ میلیونه ټنه زیاتوالی راغلی دی، موږ ۶ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لرو، چې له جملې څخه یې له ۵۰۰ زره ټنو زیاتو څخه اړتیا نه لرو چې وارد کړو."

نوموړي زیاته کړه چې روان کال د افغانستان کرنیز صادرات له ۵.۱ میلیون څخه بیا تر ۱.۷ میلیون امریکايي ډالرو پورې اټاکل شوي دي، چې نسبت تېر کال ته د پام وړ زیاتوالی پکې راغلی دی.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني په بامیانو کې د کچالو ګانو لپاره د بازار پیدا کولو پرمهال وویل، چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکې کې د یو پانګوال په مرسته په هېواد کې د چپس د تولید یوه لویه فابریکه هم جوړه شي.

هغه وویل، دغه فابریکه به د خپل تولید لپاره په ورځ کې ۵۰۰ متریکه ټنه کچالوګانو ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG