د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عمومي قومندان: د قران کریم د بې حرمتۍ په اړه به تحقیقات وشي.


د ناټو عمومي قومندان: د قران کریم د بې حرمتۍ په اړه به تحقیقات وشي.
د ناټو عمومي قومندان: د قران کریم د بې حرمتۍ په اړه به تحقیقات وشي.

نن لږ تر لږه دوه زر قهرېدلو افغانانو، د قرآن کرېم د بې حرمتۍ د رپوټ له اورېدلو نه وروسته مظاهره وکړله.

د سه شنبی په ورځ د بگرام دهوايی اډې له نظامي مرکز نه بهر په عمومي سړک کې تقرېبا دوه زره افغانان دمظآهری اواعتراض لپاره راټول شوی وو. دامظاهره وروسته له هغه نه راووتله چې هغوی دارپوټونه واورېدل چی خارجی قواو په خپل دفتر کې د قرآن کرېم نسخی په نامناسبه توگه باطل کړېدي. ېوشمېر مظاهره چېانو د امرېکا ضد شعارونه ورکول او دکاڼو گوزارونه ېې کول. مظاهره چېانو دبگرام دهوايی اډې نه بهر واړه اورونه هم بل کړل. دبگرام محاف‍ظېنو دهغوی خلاف له ربړي گولېونه کار واخېست.

دنړېوال اېتلاف قواو قوماندان دامرېکا جنرال جان الېن سملاسی معذرت او بښنه غوښتی ده او امر ېې وکړ چې داېتلاف دقواو ددغه رپوټ په مقابل کې دې تحقېقات وشی چې په نامناسبه توگه ېې مذهبی کتابونه چې په هغو کې دقرآن نسخی هم شاملی وې، باطلی کړېدی.

جنرال جان الېن ووېل : "..زه تاسی ته ېقېن درکوم، زه تاسی ته وعده درکوم، چې داکار په هېڅ ډول په قصدی توگه سرته ندی رسېدلی. زه په دې برخه کې دهرډول تېری په مقابل کې دافغانستان جمهوررئېس ته ، دافغانستان اسلامی حکومت ته اوترټولونه مهم دافغانستان اولس ته، په اخلاص معذرت وړاندی کوم . .

جنرال جان الېن ووېل ناټو په دې برخه کې اقدامات کوی چې داخبره ېقېنی کړی چې دغه راز کار بېا هېڅکله ونسی. هغه ووېل چې دامتنونه مذهبی خلکو ته ورکړل شوېدی چې په مناسبه توگه خپل اقدامات وکړی.

رپوټ وايي ددغه ډول نامناسب عمل ، عوامل څرگند نه دي. نه تصدېق شوې رپوټونه وايي چې دناټو عسکروهڅه وکړه چې دقرآن کرېم له ېوشمېر نسخونه نه ځان خلاص کړی او هغوته اور ورواچوي. خو هغه افغان ماموران چې په مرکز کې وو، هغوی ېې له دې کارنه منع کړل.

دافغانستان د حکومت په دې اړه یوه رسمی مطبوعاتي اعلامېه په خپرولو سره عکس العمل ښوولی دی، اعلامېه وایي:

((د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د بګرام په پوځي اډه کې د امریکایي سرتیرو لخوا د قرآن کریم د نسخو سوزول په کلکه وغندل او د دغې پیښې د څیړلو لپاره یې د عالمانو د سراسري شورا او د حج او اوقافو وزارت د استازو په شمول یو پلاوي وګماره.))

په دې وروستېو کلونو کې دافغانستان دخلکو مظاهرو د مسلمانانو د سپېڅلی کتبا د خرابولو په مقابل کې په خونړېو پېښو بدلی شوېدی. د 2011 م کال د اپرېل په مېاشت کې تقرېبا شل تنه په هغو مظآهرو کې ووژل شول چې د څو ورځو لپاره په ټول افغانستان کې وشوې. داکار وروسته له هغه نه وشو چې دامرېکا ېوه عېسوی ملا په فلورېډا کې، په ېوه وړه کلېسا کې د قرآن کرېم ېوه نسخه وسوزوله

XS
SM
MD
LG