د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د اسیا جام سیمي فاینل ته ووتله

د افغانستان د ۲۹ کلنو لوبډله د اسیا جام سیمي فاینل ته ووتله
د افغانستان د ۲۹ کلنو لوبډله د اسیا جام سیمي فاینل ته ووتله

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د اسیا جام په روانو سیالیو کې خپله درېیمه پرلپسې لوبه هم وګټله. افغانستان په دې بري سره د روانو سیالیو نیمه پایلوبې ته ووت.

افغان لوبډلې نن دوشنبه (اکتوبر۹) په عمان کې د سري لانکا د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان ځلمیانو خپل سري لانکايي سیالانو ته د ۲۷۶ منډو هدف وټاکه. په افغان لوبغاړو کې سبحان ذاخېل سلیزه وکړه.

د سري لانکا د ۱۹ کلنو لوبډلې د افغانستان دا هدف پوره نه کړای شو او لوبه یې وبایلله. د سري لانکا ټوله لوبډله په ۱۶۹ منډو وسوځېده.

په افغان توپ اچوونکو کې نور علي ځاځي د سري لانکا څلور لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی سبحان ذاخېل شو.

افغانستان تر دې مخکې له بنګله دېش او مالیزیا څخه هم لوبې ګټلې وې.

سبا سه شنبه به معلومه شي چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله به له چا سره په سیمي فاینل کې مخامخېږي، شاید له هند او یا له پاکستان سره مخامخ شي.

د سیمی فاینل لوبې د پنجشنبې په ورځ دي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG