په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په غزني، بادغیس او کابل ولایتونو کې ګنې وسله والې حملې او بمي بریدونه شوي چې په کې ملکي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان خونړۍ اونۍ په عکسونو کې
۱
د کابل د دشتې برچي په یو ښوونیز مرکز باندې برید کې لږ تر لږه ۴۸تنه وژل شوي دي.
۲
د کابل پولیس وايي، چې برید د چهارشنبې په ورځ(زمري ۲۴ مه) له غرمې وروسته په څلورو بجو د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې د "موعود" په نوم د یو روزنیز مرکز په دننه کې يو ځانمرګی برید شوی، چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
۳
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل د دشتې برچي په یو ښوونیز مرکز باندې برید کې لږ تر لږه ۴۸ تنه وژل شوي دي. طالبانو ویلي دي چې دا برید هغوی نه دی کړی. د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
۴
یو پلار د خپل ټپي زوې سر ته ناست دی چې د غزني په وروستیو حملو کې ټپي شوی دی