د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ژباړونکو ته د ویزې د ورکولو پروگرام کې بدلون راوړی


امریکا د هغو افغانانو او عراقیانو لپاره چې د دوی په پوځ کې یې کار کړی وي یوه خاصه ویزه صادروي.
امریکا د هغو افغانانو او عراقیانو لپاره چې د دوی په پوځ کې یې کار کړی وي یوه خاصه ویزه صادروي.

د امریکا د متحده ایالاتو یو مقام د امریکا غږ ته ویلي چې د ویزې د ورکولو په پروگرام کې بدلون راغلی دی ترڅو هغه افغانان په هم شامل کړای شي چې په افغانستان کې یې د ناتو په پریکنده ماموریت کې وظیفه ترسره کړیده.

دغه امریکایي مقام دا هم ویلي چې افغانانو ته د امریکا د ویزې د ورکړې د مودې چټکول یوه مهمه مسله ده چې په واشنگټن او په کابل کې د امریکا سفارت ورته پاملرنه کوي.

په هغو لسگونوزرو مهاجرینو کې چې په یونان کې بند پاتې دي ډیر یې افغانان دی چې په دغو افغانانو کې هغه کسان هم شته چې یو وخت یې په افغانستان کې د ایتلاف د ځواکونو او یا هم د امریکا د کتحده ایالاتو د قواو سره کار کړی دی.

دغه افغانان وایي دوی د طالبانو له گواښونو سره مخامخ دي او مهاجرت ته اړ شوي دي.

امریکا د هغو افغانانو او عراقیانو لپاره چې د دوی په پوځ کې یې کار کړی وي یوه خاصه ویزه صادروي چې هغه بیا ددغو کسانو د سیاسي پناه د اخیستلو په کار کې همډیره مرسته کوي. خو افغان مهاجرین وایي چې ددغه شان ویزې اخیستل ډیر وخت نیسي نو دوی دې ته مجبوره دي چې د خپل ژوند د بقا لپاره مهاجرتونو ته زړه ښه کړي.

ددې جملې نه دوه افغان مهاجر "محمد" او "یوسف " نومیږي چې د یونان په یو کمپ کې اوسیږي. دوی دواړه د طب د پوهنځي محصلین دي چې په د افغانستان په بگرام کې یې د اکریکایي ځواکونه د هوایي اډې په روغتون کې کار کاوه چې سرپرستي یې د جنوبي کوریا په غاړه وه.

دوی وایي هغه وخت بیکاره شول چې جنوبي کوریا خپل افراد د افغانستان نه وایستل. محمد وایي چې "شپږ کاله یې په بگرام کې کار کړی دی. او ددې لپاره چې خلک می ونه پیژني له کور نه د کار تر ځایه مې خپله څیره پټوله."

هغه اسناد چې د محمد او یوسف سره شته ښي چې هغوی د " SIV" یا د مهاجرت خاصې ویزې ته مساعد او درخواستونه یې ورکړي وو. دا پروگرام د افغانانو او عراقیانو سره د مرستې لپاره طرحه شوی دی. د امریکا غږ هم د هغوی دغه اسناد لیدلي دي.

محمد وایي په پای کې ورته وویل چې دوی د "ویزې شرایطو ته مساعد نه دي". د ویزې د ردیدو د دلیل په هکله ورته ویل شوي وو چې تاسې د کوریایانو سره کار کړی دی، خو د هغوی په وینا د کوریا روغتون د بگرام په هوایي اډه کې و چې د امریکا د متحده ایالاتو پورې یې اړه درلوده.

محمد وایي د طالبانو له لورې ورته گواښونه شوي او په همدې خاطر د خپل ١٦ کلن ځوی سره یوځای یې اروپایي هیوادونو ته مخه کړې ده.

هغوی اوس په آتن کې د المپیک په پارک کې د مهاجرینو په یو کمپ کې اوسیږي چیرته چې د خیمې پرته په کانکریتي ځمکه باندې بدیږي.

بنیامین هل، د هغو ډاکترانو له ډلې څخه دی چې په افغانستان کې یې د امریکا د پوځ سره کار کړی او د محمد همکار و. هغه د امریکا غږ ته وویل چې د خپلو پخوانیو همکارانو د وضیعت په خاطر ناهیلی او اندیښمن شوی دی.

د امریکا غږ د یو شمیر افغان ژباړونکو سره چې د یونان په کمپونو کې ژوند کوي خبرې کړې دي او هغوی ورته ویلي چې دوی لا هم د امریکا د سفارت له لورې ځواب ته انتظار باسي.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د ٢٠١۴ کال نه تر اوسه افغانانو ته ویزې صادرې کړې دي خو محمد او یوسف لا هم په تمه دي.

راپور: د امریکا غږ خبریال هنري میچل


XS
SM
MD
LG