د لاس رسي وړ اتصالات

څلورنیم میلیونه افغان کډوال ایران او پاکستان کې دي


ملګري ملتونه وايي دا مهال ۲،۵ میلیونه راجستر شوي افغانان یوازې په پاکستان او ایران کې د ګډوالۍ ژوند کوي.
ملګري ملتونه وايي دا مهال ۲،۵ میلیونه راجستر شوي افغانان یوازې په پاکستان او ایران کې د ګډوالۍ ژوند کوي.

د طالبانو د نظام له نسکورېدو شاوخوا ۱۳ کاله وشول، خو لا هم میلیونونه افغانان د ژوند د سختو شرایطو په منلو سره په ګاونډیو هېوادونو کې اوسیږي.

افغانستان له څو لسیزو راهېسې په جګړې کې ښکیل دی، چې له کبله یې اقتصادي او نور بنسټونه یې هم ویجاړ شوي دي.

که په بهر کې له هر افغان کډوال څخه وپوښتې چې ولې خپل هېواد ته نه ستنیږي؟ ځواب یې ډېر ساده دی، په افغانستان کې جنګ دی او کار نشته.

افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري چې د نفوس پام وړ برخه یې په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د ډېرو په باور، جنګ، وزګارتیا او ځینې نورې ټولنیزې ستونزې لا هم افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو او برعکس د افغانستان د پرېښودو ستر لاملونه بلل کیږي، چې حل کول او ورک کول یې ښايي ډېر وخت ونیسي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي چې د روان ۲۰۱۵ کال له پیل راهېسې څه باندې ۴۰ زره افغان کډوال په خپلې خوښې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي له ۲۰۰۲ دویم کال راهېسې ۵،۸ میلیونه افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.دغه دشمېره د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا ۲۰ فیصده ښودل کیږي.

په ګاونډیو هېوادونو کې کډوال افغانان

ملګري ملتونه وايي دا مهال ۲،۵ میلیونه راجستر شوي افغانان یوازې په پاکستان او ایران کې د ګډوالۍ ژوند کوي.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ افغان ویاند نادر فرهاد وايي" په دغو افغانانو کې ۱،۶میلیونه يې په پاکستان او ۹۵۰۰۰۰ نور یې په ایران کې اوسیږي، پر دې سربېره شاوخوا ۱،۴ میلیونه افغانان په پاکستان او ۵۰۰سوه زره نور بیا په ایران کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي."

نوموړي وویل چې دوی به ډېر ژر په اروپايي هېوادونو کې د کډوالو افغانانو تازه او ورستۍ شمېرې اعلان کړي.

دی وايي " په ۲۰۱۳ کال د شمېرو له مخې ۳۷۵۰۰ افغانانو د اروپا او نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو کې د مهاجرت غوښتنې کړي، چې د دوی ډېره برخه د امنیتي او اقتصادي ستونزو له کبله له افغانستان نه وتلي دي."

ښاغلي فرهاد وویل اروپا ته په تلوونکو افغانانو کې ډېره برخه ځوانان دي.

د مهاجرت دغه لړۍ ختمېدی شي

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدوونکو چارو وزیر محمد عالمي بلخي څه موده وړاندې په کابل کې په یو کنفرانس کې وویل چې نړیوالو ته یې د ۱۶۶ میلیونه ډالرو یوه طرحه وړاندې کړې چې افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي.

ملګري ملتونه وايي له ۲۰۰۲ کال راهېسې ۵.۸ میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
ملګري ملتونه وايي له ۲۰۰۲ کال راهېسې ۵.۸ میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

ده وویل چې دغه پېسې به راستنېدوونکو ته د سرپناه، د څښاک د اوبو، کاري زمینو د برابرولو او د ښوونځيو پر جوړولو او ځينو نور چارو لپاره غوښتي دي.

خو، د کډوالو راستنول به د هغوی په خوښې کیږي او هېڅوک به په زوره افغانستان ته په ورستنېدو نه مجبوریږي.

افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سلګونه میلیونه ډالره د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې لګولي دي.

د کډالو دعالي کمېشنرۍ د سازمان په ویپاڼې کې راغلي چې " دوی په ۲۰۱۵ کال کې له بهر نه راتلوونکو او کور د ننه له بې ځایه شویو کډوالو سره د مرستې لپاره ۱،۴ میلونه ډالرو ته اړتیا لري."

اړونده هېوادونه، نړیوالې موسسې او نړیواله ټولنه د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره مالي او نورې مرستې کوي.

د افغان کډوالو د هڅولو لپاره د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بېرته ستنېدوونکو لپاره ځانګړي ښارګوټي هم جوړ شوي، خو راستانه شوي وايي چې په دغو ښارګوټو کې د ژوند اساسي سهولتونه لکه صحي اوبه، د ماشومانو لپاره معیاري ښوونځي، برېښنا او داسې نور امکانات نشته .

یوه بله ستونزه چې، راستنېدوونکي او ستانه شوي ترې سر ټکوي، د کار نشتوالی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG