د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د پېښور د برید په اړه د پاکستان ادعاء بې اساسه ده


د پاکستان د پیښور ښار سره نږدې د جمعې د ورځې د برید مسولیت د پکستان تحریک طالبان په غاړه اخیستی دی.
د پاکستان د پیښور ښار سره نږدې د جمعې د ورځې د برید مسولیت د پکستان تحریک طالبان په غاړه اخیستی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د پېښور د تېرې ورځې د برید په اړه د پاکستاني پوځ هغه ادعاووې چې دا برید په افغانستان کې طرحه شوی دی، بې اساسه دی او شدیدا یې ردوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي امریکا غږ ته وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هیڅ کله هیڅ چاته نه اجازه ورکړې او نه به هم اجازه ورکړي، چې په نورو هیوادونو د افغانستان له خاورې ګټه واخلي.

د جمعې په ورځ د پېښور په ښار کې د پاکستان د هوايي ځواک په اډې برید وشو، او پدغه برید کې شاوخوا تر څلوېښتو ووژل شول.

که څه هم پاکستاني طالبانو ویلي وو، چې د پېښور د تېرې ورځې برید دوی کړی دی، خو وروسته بیا د پاکستاني پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه دا ادعاء وکړه، چې دا برید په افغانستان کې طرحه شوی دی.

جنرال عاصم باجوه ویلي وو، چې د پېښور برید له افغانستان نه کنټرولیده او له افغانستان نه پاکستان ته برید کوونکي استول شوي دي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي نن له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې دا ادعاووې شدیدا ردوي.

سید ظفر هاشمي وویل "افغانستان هیڅکله نه کومې ډلې او نه هم کوم کس ته اجازه نده ورکړې، چې له خاورې یې د بل کوم هیواد په وړاندې استفاده شوي وي او یا هم په اینده کې وشي."

په ورته وخت کې له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان په خپله د ترهګرۍ قرباني دی، او د پېښور د پېښې له قربانیانو سره همدردي څرګندوي.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، چې ترهګري د بشریت دښمنه ده، او سیمه په تېره بیا افغانستان او پاکستان باید په صادقانه توګه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي.

د ارګ اعلامیې له پاکستان غوښتي، چې بې له تفکیکه له افغانستان سره یوځای دې د سولې په هڅه کې ورسره ملګرتیا وکړي.

په پېښور کې تېر کال له برید وروسته دا تر خونړی برید وو، چې په پاکستاني پوځیانو تېره ورځ وشو

XS
SM
MD
LG