د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د سیګار وروستی راپور رد کړ


د سیګار په راپور کې راغلي، چې د افغانستان دولت د دغه هیواد په ۷۱.۷ په سلو کې خاوره تر خپل کنترول لاندې لري
د سیګار په راپور کې راغلي، چې د افغانستان دولت د دغه هیواد په ۷۱.۷ په سلو کې خاوره تر خپل کنترول لاندې لري

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار د جمعې په ورځ په یو راپور کې ویلي، چې د افغانستان دیرش په سلو کې خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده خو افغان حکومت د دغې ادارې دا راپور ناسم ګڼي.

د سیګار په راپور کې ویل شوي، چې د بل هر وخت په پرتله په اوس وخت کې طالبان د افغانستان په زیاتو سیمو کنترول پیدا کړی دی.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي، چې د افغانستان دولت د دغه هیواد په ۷۱.۷ په سلو کې خاوره تر خپل کنترول لاندې لري.

خو د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وايي، که څه هم په روان کال کې بې سارې جګړې وشوې او طالبانو هڅه وکړه چې ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي خو بریالي نه شول.

هغه وویل "... خو دا په دې معنی نه ده چې هغوی (طالبان) بریالي شوي وي چې د افغانستان د اراضۍ زیاته سلنه تر خپل کنټرول لاندې راولي، په ځینو سیمو کې جګړې وې خو افغان امنیتي ځواکونه تل بریالي شوي چې له ځنډ پرته مخالفین له سیمې څخه وباسي."

د افغانستان سویلي ولایت هلمند او ددغه هیواد په شمال ختیځ کې د کندز ولایت دوه هغه سیمې دي چې په دې وروستیو کې په کې د طالبانو فعالیت زیات شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دلوې میاشتې په شپږمه نیټه، افغان امنیتي ځواکونو په هلمند او بغلان ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي، چې لا هم دوام لري.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا پوځي عملیات، د هلمند په واشیر، نوزاد، موسی‌ کلا ولسوالیو او د بغلان ولایت په فرغان تپه، وزیرآباد، نیازالله، زیر تپه او ډنډ غوري سیمو کې دوام لري.

د صدیقي پر وینا په دغو عملیاتو کې تر دې مهاله د دولت ۴۰ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تیره اونۍ د بغلان ولایت د ډنډغوري په شهاب‌الدین بند سیمه کې له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا یوه ستنه په بمونو والوزوله او د دغې ستنې په شاوخوا سیمو کې یې ماینونه ښخ کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، په دې سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې تر دې مهاله دیرش ماینونه کشف او له کاره غورځول شوي او دغه راز، افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي.

په همدې توګه ښاغلي صدیقي وویل، د کورنیو چارو وزارت د هلمند د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره دغه ولایت ته یو پلاوی استولی او زیاته يې کړه چې د پلاوي د ارزونو په پایله کې به د هلمند د امنیت د خونديتوب لپاره د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د سیمه‌ایزو پولیسو په شمیر کې زیاتوالی راولي.

XS
SM
MD
LG