د بې پولې راپورورکوونکو د ادارې د ۲۰۱۷ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان د خپل تېرکال ځای ساتلی دی، خو په دې درجه بندۍ کې یو شمیر هیوادونو خپل ځای له لاسه ورکړی او په نوملړ کې شاته شوي دي.
تېرکال په افغانستان کې د سختو جګړو او تاوتریخوالي سره سره دغه هیواد د بې پولې راپورورکونکو یا آرایس ایف د ادارې د روان عیسوي کال د مطبوعاتود ازادۍپه نړیوالې درجه بندۍ کې خپل ځای ساتلی اود دغې ادارې په نوملړ کې یې یوسل او شلم ځای نیولی دی.
آر ایس ایف هرکال په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه راپور خپوروي، دغې ادارې په خپل سږني راپور کې ویلي چې په دېکلني شاخص کې چې په نړۍ کې د راپور ورکولو د ازادۍ د سرغړونو د سنجولو یو معیار ګڼل کیږي، د دې کال سرغړونې ۳۸۷۲ ته رسېدلي چې ۱۴ فیصده زیاتوالی ښيي.
د بې پولې راپورورکونکو د ادارې د وینا له مخې له ۲۰۰۷ کال راهیسې هیڅ وخت په نړۍ کې د راپور ورکولو ازادي دومره له ګواښونو سره مخ نه وه. سږکال له دریو څخه په نږدې دوه برخو ( ۶۲.۲ فیصده) هیوادونو کې د راپور ورکولو د ازادۍ د وضعیت خرابوالی ثبت شوی دی.
د هغو هیوادونو په شمیر کې چې د راپور ورکولو د ازادۍ وضعیت ( ښه) او یا ( یو څه ښه وو) ۲.۳ فیصده کموالی راغلی دی.
د بې پولې راپورورکونکو اداره د دې ادارې په کلني شاخص کې په یوسل او شلمه درجه د افغانستان د پاتې کیدو علتونه دوه ګڼلي دي. یو دلیل یې په نړۍ کې نور هیوادونه له کړکېچ سره مخ کیدل او بل دلیل یې د مطبوعاتو له ازادۍ څخه د خبریالانو او افغان حکومت کلک ملاتړ ښودلی دی.
آرایس ایف وایي، چې د طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش د راڅرګندېدلو له امله چې افغانستان ناامنه شوی، افغان خبریالان په زړورتیا سره د خپلو مسلکي دندو د ترسره کولو په هڅو بوخت دي.
آرایس ایف وايي " یو شمېر ولایتونه په ځانګړي ډول چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، د راپور ورکولو په زندانونو بدل شوي او خبریالان او رسنې په ازاد ډول فعالیت نه شي په کې کولی".
په ډېرو ولایتونو کې د ناامنۍ پراخېدل د دغو ولایتونو د سیمه ایزو چارواکو او خبریالانو ترمنځ تاوترخوالی زیات کړی. یو شمېر والیان او سیمه ایز چارواکي د خبریالانو خپلواکي نه مني او ورته درناوی هم نه کوي. د بلې خوا د حکومت له خوا د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د میکانیزمونو د رامنځ ته کولو لپاره د چمتووالي اعلان هم په درجه بندۍ اغېزمن وو.
آرایس ایف وایي " له ډېرو اندېښنو سره سره افغانستان ممکن په نړۍ کې یوازې یو هیواد وي، چې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د خبریالانو او دولتي چارواکو په هڅو په کې جوړه شوې ده. په دې کمیته کې حکومتي چارواکي او د خبریالانو استازي ګډون لري، چې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره اړین بیړني اقدامات تنظیموي".
آر ایس ایف وايي دا اقدامات د دې ادارې په سږني شاخص کې پر خپل ځای د افغانستان د پاتې کیدو سبب شوي دي.
د مطبوعاتو د ازادۍ درجه بندۍ کې د افغانستان ګاونډیانو ځای
په دې درجه بندۍ کې پاکستان په ۱۳۹مه، ایران په ۱۶۵ مه، تاجکستان په ۱۴۹ مه ، ترکمنستان په ۱۷۸ مه او د افغانستان بل ګاونډی چین پر ۱۷۶مه درجه ولاړ دي.
همداشان روسیه په ۱۴۸ مه درجه ولاړه ده .
په دې راپور کې سوریه خبریالانو ته ترټولو خطرناک هیواد ښودل شوی دی.