د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان یو تحقیقاتي مرکز نړیواله جایزه وگټله


اورځلا نعمت وايي دغې جایزې ته نورې نړیوالې موسسې هم نومول شوې وې.

د برتانیا یوې معتبرې فرهنګي او ټولنیزې مجلې Prospect د افغانستان د تحقیقاتو او ارزونې بنسټ ته یوه نړیواله جایزه ورکړه.

دا جایزه کوم مادي امتیاز نلري، خو معنوي امتیاز یې دا دی چې په "لومړي ځل د افغانستان یو تحقیقاتي مرکز" ته ورکول کیږي. د دغې بنسټ مشرې اورځلا نعمت امریکا غږ ته وویل چې د دوی ادارې ته ځکه دا جایزه ورکړل شوه چې ځینې ښه علمي او تحقیقاتي څېړنې یې کړي دي.

اورځلا نعمت وايي دغې جایزې ته نورې نړیوالې موسسې هم نومول شوې وې، خو افغانستان وګټله.

د Prospect مجلې هر کال دا جایزه د نړۍ یو شمېر فعالو او معترو ټولنو ته ورکوي.

د افغانستان د تحقیقاتو او ارزونې د مرکز مشره د جایزې اخیستلو مراسمو کې
د افغانستان د تحقیقاتو او ارزونې د مرکز مشره د جایزې اخیستلو مراسمو کې

د افغانستان د تحقیقاتو او اروزنې اداره AREU د طالبانو د نظام له سقوط وروسته کار پیل کړی او تر دې دمه یې په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، بشري حقونو او نورو مسایلو کې کې یې تحقیقات او څېړنې کړي دي.

جعفر هاند له اورځلا نعمت څخه د دغې جایزې او د هغوی د ادارې د فعالیتونو په اړه پوښتلي دي، مرکه یې دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:14:05 0:00

XS
SM
MD
LG