د لاس رسي وړ اتصالات

د شوروي پخواني سرتیري هم د افغانستان له جگړې ښې خاطرې نلري


په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د لس کلن یرغل په نتیجه کې ١۴ زره روسي سرتیري وژل شوي دي
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د لس کلن یرغل په نتیجه کې ١۴ زره روسي سرتیري وژل شوي دي

دا ډسمبر میاشت په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل څلویښتمه کلیزه ده.

د پخواني شوروي اتحاد څه د پاسه ٦٠٠ زره پوځي ځواکونه په ۱۹۷۹ میلادي کال په افغانستان کې د حاکم کمونېست رژیم د ملاتړ په هدف ورغلل او د مجاهدینو پر وړاندې له۱۰ کاله جگړې وروسته په ۱۹۸۹ میلادي کال کې ووتل.

د اویاېمې لسیزې په وروستیو کې په افغانستان دا پوځي یرغل د نړۍ د دوه لویو قطبونو ترمنځ د سړې جګړې په دوران کې وشوه، او کابو لس کاله په افغانستان کې دوه میلیونه افغانان ووژل شول، زخمیان شول او په افغانستان باندې يي داسې ناوړې اغیزې پریښودلې چې تر ننه يي جبران ندی شوی.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد یرغل لس کاله دوام وکړ او د شوروي ١۴ زره عسکر ووژل شول او گڼ شمېر سرتیرو یې ژور جسمي او رواني ټپونه له ځان سره یوړل.

٥٢ کلن الیاس داودي د پخواني شوروي اتحاد د استخباراتو چارواکی و چې په ١٩٨٦ کال کې په هرات کې د ماین په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړه.

داودي وایي"مونږ د دویمې نړیوالې جگړې د گټونکو لمسیان یو. دا مونږ ته ډیره مهمه وه چې ځان ثابت کړو. زمونږ لپاره دا زمونږه جگړه وه."

د داودي نیکه هم په دویمې نړیوالې جگړې خپله یوه پښه له لاسه ورکړې وه. هغه وایي "دا زما لپاره یوه غمیزه ده چې زه هم د خپل د نیکه په برخه لیک اخته شوم."

په روسیه کې پخواني عسکر هڅه کوي چې په افغانستان باندې یرغل دا ډول توجیې کړي چې د شوروي پخواني جمهوریتونو ته چې اکثره یې مسلمانان دي، د اسلامپالې سختدریځۍ د مخنوي لپاره رالیږل شوي و.

الیاس داودي وایي "که څه هم اتلس کلن وم خو ما تل فکر کاوو، څه چې مونږ کوو ډیر اړین دی. ما درک کړ چې دا ډول یو ستر هیواد، یو زبرځواک باید پوه شوای وای چې تر شا یې څه تیریږي."

په روسیې کې پخواني عسکر اوس هم هڅه کوي چې د دې جگړې په منطق باندې پوه شي. دغه جگړه هغه مهال هم د خلکو لخوا غندل شوی او د کارپوهانو په وینا د شوروي اتحاد د نړیدو سبب شوه.

بل ٥٨ کلن سرتیری ولادیمیر وشیفتځیف چې ١٦ میاشتې یې په افغانستان کې تیرې کړې یې وې او په مخ کې یې چاودنه شوې وایي افغانستان ته په ١٩٧٩ کې د روسي عسکرو لیږل نه یوازې د کمونستانو لپاره سمه پریکړه وه بلکې د نورو روسي کارکونکو لپاره هم په ځای پریکړه وه.

وشیفتځیف چې په دواړو سترگو ړوند دی وایي "د افغانستان څخه له وتلو دوه کاله وروسته پخوانی شوروي اتحاد ونړیدو او زما په شمول اکثره معیوب شوي خلک چې پخوا به ورسره مرسته کیدله د ناوړه وضعیت سره مخ شول."

وشیفتځیف زیاتوي چې د شوروي پخوانیو عسکرو لپاره ژوند ډیره سخته ده.

"دا ریښتیا ده چې لږ تر لږه ۴٠ سلنه روسي عسکر چې په افغانستان کې جنگیدلي و اوس ژوندي ندي. بس ژوند همداسی دی. هره جگړه د چا لپاره چې په کې برخه اخلي ډیره سخته وي."

د پخواني شوروي اتحاد د سرتیرو وتل، د افغان مجاهدینو بریا وبلل شوه خو له جگړې وروسته د جهادي ډلو د خپلمنځي جگړې له امله هیواد په لا ډیرو بدمرغیو کې ډوب شو او د طالبانو رامنځ ته کیدو زمینه برابره شوه.


په روسیه کې پخواني عسکر هڅه کوي چې په افغانستان باندې یرغل دا ډول توجیې کړي چې د شوروي پخواني جمهوریتونو ته چې اکثره یې مسلمانان دي، د اسلامپاله سختدریځۍ د مخنوي لپاره رالیږل شوي و.

XS
SM
MD
LG