د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نن بیا د جنوبي افریقا سره د کرکټ په میدان کې


جنوبي افریقه هرکله هم چې د کرکټ په نړیوال جامونو کې برخه اخلي نو ویل کیږي چې جام به جنوبي افریقه ګټي خو بیا ورسره قسمت یاري ونکړي ،نو ځکه ېې تراوسه د خپل ټول کمال او قوت باوجود یو نړیوال جام هم نه دی ګټلی

دا ځل هم هند کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام کې جنوبي افریقه د خپلې قوي لوبډلې سره راغلې خو قسمت ورسره په لومړۍ لوبه کې یاري ونکړه او د انګلستان خلاف اوله سیالۍ کې ۲۲۹ منډو نه پس هم د ماتې سره مخ شوه.

نن جنوبي افریقه د خپل خراب قسمت او قوي ځواک سره د افغانستان سره مخامخ کیږي.نو د ممبي میدان به ګوري چې قسمت ېې بدلیږي او که بیا هم ماتې خوري .دا لوبه د جنوبي افريقه دپاره مخکې پرمختګ ته مهمه ده او بایلل به ورته ډیره غټه ضربه وي. ځکه چې مقابله ېې افغانستان سره ده.

افغانستان په لومړي ځل او یوازیني ځل په کال ۲۰۱۰ کې ویسټ انډيز کې د جنوبي افریقه سره لوبه کړې وه. خو ښه نه وو ځلیدلي او ټول ټيم په اتیا منډو سوزیدلی و.خو د تیرو شپږو کالو تجربو او بدلونونو په نتیجه کې افغانستان اوس یو قوي ټیم په توګه جنوبي افریقه ته مخامخ کیږي. هر څو که د جنوبي افریقه سره شپږ کاله پخوا شولې سیالۍ او نن لوبې د ڼیم په لوبغاړو کې ډیر فرق نه دی راغلی. یوازې څلور لوبغاړي نوي دي. خو په مجموع کې ټیم ډیر پیاوړی شویدی.

همدا خبره د جنوبي افریقا لوبغاړي هاشم املا هم کړیده چې موږ افغانستان ته یو مساوي ټيم په نئر ګورو او د یو پیاړوي ټیم په توګه به ورسره پوره توان سره مقابله کوو.

د افغانستان دپاره د جنوبي افریقه توپ وهونکي او توپ اچونکي دواړه د پام وړ دي. هاشم املا ډي کاک ډیولر او ډپلیسي په توپ وهنه کې او ډیل سټين او عمران طاهر په توپ اچونه کې.

افغانستان کیدی شي نن شاهپور ځدران ته چانس ورکړي او وکټ چې د توپ وهنې ده نو نجیب ځدران ته مخکې د چانس وکولو امکان هم شته.

لوبه د کابل په وخت دوه بجې بيلیږي

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG