د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د سلما بند پر ساتونکو برید کړی دی


له هرات نه راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د اختر په شپه د سلما بند پر ساتونکو پولیسو برید کړی دی.

چارواکي وایي په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰ افغان پولیس وژل شو‌ي د‌ي او یو بل ژوبل شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا ته وویل چې وسله والو طالبانو د هرات د چشت شریف په ولسوالۍ کې د سلما د اوبو د بند د ساتنې پولیس په نښه کړي دي.
ښاغلي فرهاد وویل څلور بریدګر هم وژل شوي‌ دي او یو تن بل ټپي شوی هم دی.

وسله والو طالبانو تراوسه د دې برید په هکله څه نه دي ویلي.

د سلما بند د هند-افغانستان د دوستۍ د بند په نامه هم پېژندل کیږي. دا بند په ۲۰۱۶ کال کې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي او ولسمشر غني رسمآ پرانیست.

هند د دغه بند پر جوړولو شاوخوا ۲۷۰ میلیونه ډالره ولګول. د سلما بند د ۴۲ میکاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري‌ او پر دې سربېره زرګونه جریبه ځمکه خړوبوي.

XS
SM
MD
LG