د لاس رسي وړ اتصالات

له ۴۰ کلو وروسته نن د سلما له بندڅخه اوبه وبهیدلې


د دغه بند د جوړولو کار په ۱۳۵۵ کال کې د سردار محمد داودخان د واکمنۍ به وخت پیل شوی وو
د دغه بند د جوړولو کار په ۱۳۵۵ کال کې د سردار محمد داودخان د واکمنۍ به وخت پیل شوی وو

د افغانستان ولسمشرغني او د هند صدراعظم مودي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سلما بند چې د جوړولو کار یې نېږدې ۴۰ کاله وړاندې پیل شوی وو، نن د برېښنا د توکمې په کیکاږلو سره پرانسته.

د هند صدراعظم ناریندرا مودي نن له غرمې مخکې له هند نه د هرات ولایت ته ورسېده او د رسېدو سره سم یې په هغه غونډه کې برخه اوخېستله چې د سلما د بند د پرانستلو په مناسبت د هرات د والي په دفتر کې جوړه شوې وه.

پدغو مراسمو کې د افغانستان او د هند مشرانو په خپلو ويناوو کې د افغانستان - هند د دوستۍ بند سلما هغه ستره اقتصادي پروژه وبلله چې خلکو ته برېښنا برابروي، ورسره زراعتي ژوند ښه کیږي او خړې دښتې ښیرازه کیږي.

ولسمشر غني د افغانستان او هند ترمنځ د اوږدې تاریخي دوستۍ د یادونې ترڅنګ وویل چې د سلما د بند پرانسته د دواړو هیوادونو ملتونه او دولتونه سره لا نور هم نېږدې کوي.

ولسمشر غني وویل ددې بند رغول د افغانانو د هېلې پر ځای کول دي، په سلګونو کورنیو ته هېلې ورکوي، ولسمشر وویل د سلما د بند په بشپړېدو د هند د لومړي نسل مرستندویه پروژې پای ته رسیږي او هېله ده چې د هند د دوهم نسل د سترو پروژو شاهدان وي.

ولسمشر غني وویل" مونږ دواړه لوري په دې باور یوو، چې له دې دواړو هیوادونو څخه د هر یو ابادي او پرمختګ د بل د پیشرفت په معنی دی، تروریزم د منطقې له لویو ستونزو څه دی او اړتیا ده چې مونږ د تروریزم مشترک تعریف ته ورسیږو".

ولسمش غني وویل هند او افغانستان د هغو په خلاف چې مهم هنر یې ورانول دي او د ورانۍ پیغام لیږي، د ابادۍ په سخته لاره روان دي.

بل لورته د هند صدراعظم په خپلو خبرو کې وویل چې د سلما بند یوازې برېښنا نه تولیدوي بلکې د دواړو هیوادونو ترمنځ اعتماد لا پسې زیاتوي، هغه وویل ددې بند پرانستل به د هند او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي.

د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي وویل "د سلما بند د هندي او افغان زړورو له خوا جوړ شو او له افغانستان سره یې د خپل هیواد د دوامداره مرستو یادونه وکړه".

مودي وویل ښايي د هند امکانات به کم وي، ولې زمونږ تعهد پوله نه لري، زمونږ سرچینې ښايي کمې وي خو اراده مو له محدودیتونو لوړه ده.

د هند لومړي وزیر د افغانستان د اینده په تړاوو وویل چې ځینې د افغانستان اینده نه غواړي خو د هغه په ويناء هیڅوک د افغانستان د خوبونو تعبیر نه شي بدلولی.

د هند صدراعظم وویل" که څه هم نور ستاسې په اینده شک لري، ولې مونږ ډاډه یو هرڅومره چې لاره سخته ده، هیڅ قدرت نه شي کولی ستاسې برخلیک بدل کړي".

هند یو له هغو هیوادونو دی، چې په افغانستان کې یې تر دوه سوه پورې وړې او لویې پروژې تطبیق کړي، د سلما د بند ور اخوا د زرنج - دلارام د لارې او د پارلمان د ودانۍ جوړول یې مهمې لویې پروژې دي.

د افغانستان او د هند د دوستۍ بند سلما اساس د محمد داود خان په وخت په ۱۳۵۵ کې کېښودل شو او څلوېښت کاله وروسته دا بند جوړ شو.

دا بند ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي، ۷۵ زره هکټاره ځمکه خړوبوي، ۶۴۰ کلي د هرات د چشت شریف، پشتون زرغون، کرخ، ګذره، انجیل، زنده جان او غوریان ترې ګټه اخلي. ۲۵۰ زره کورنۍ به ترې برېښنا ولري.

د سلما بند چې د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې د هریرود په سیند جوړ شوی، ۶۴۰ ملیونه متره مکعبه اوبه ذخیره کوي، ۲۰ کیلو مټره اوږد او ۳.۷ کیلومټره پلن دی.

د افغانستان هند د دوستۍ دا بند د هند د ۲۹۰ ملیونه ډالرو په قیمت جوړ شوی دی.

عام افغانان ددې بند له پرانستلو خوښ دي، خو په نورو ولایتونو کې هم د ورته پروژو د تطبیق غوښتنه کوي، اقتصاد پوهان وايي، دا په په تېرو ۱۵ کلونو کې لومړۍ پروژه ده، چې برېښنا په کور دننه تولیدوي، دا بند به تر یوه حده له وارداتي برېښنا افغانستان بې غمه کړي.

XS
SM
MD
LG