د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: برمته کوونکو امریکايي کورنۍ افغانستان کې نه بلکې بهر کې ساتله


پاکستان پوځ تیره ورځ اعلان وکړ چې دا کورنۍ یې د افغانستان سره په سرحد کې ژغورلې ده
پاکستان پوځ تیره ورځ اعلان وکړ چې دا کورنۍ یې د افغانستان سره په سرحد کې ژغورلې ده

یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د پاکستان د پوځ هغه څرګندونې په کلکه ردې کړې چې وايي د پاکستان پوځ د یوې امریکایي کورنۍ غړي هغه وخت د وسله والو له منګلو وژغورل چې کله هغوی د یوې وسله والې ډلې له خوا په یو موټر کې له افغانستان څخه د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د کرمې قبایلي سرحدي سیمې ته لیږدول کیدل.

دغه سرچینه وايي چې افغان امنیتي ادارو له دوو نیمو کلونو راهیسې ۳۱ کلنه امریکایي میرمن کاتلین کولمن او د هغه ۳۳ کلن کاناډایي میړه جوشا بیول، څارل، خو په دغه موده کې د دغې کورنۍ هیڅ څرک په افغانستان کې ونه لګیده او دا معلومه شوه چې هغوی له پیل څخه برمته کوونکو په پاکستان کې په مصون ډول ساتل او د تروریستي اهدافو لپاره یې ورڅخه کار اخیست.

سرچینې وویل "برمته کوونکو سره د دغې کورنۍ د خوشې کیدلو په بدل کې د پیسو او د بندیانو د تبادلې هیڅ کومه معامله نه ده شوې".

د افغانستان د دفاع وزارت هم وايي چې دا کورنۍ د برمته کوونکو له خوا د افغانستان څخه بهرساتل کیدله.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې که برمته کوونکو دا کورنۍ په افغانستان کې ساتله نو افغان ځانګړو ځواکونو به له وړاندې راخوشې کړی وې.

جنرال وزیري وویل " په هغه څه چې پوهیږم دا دي چې دا کورنۍ د پاکستان په خاروه کې وه او هلته ازاده شوې ده".

تیره ورځ د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د امریکا د استخبارتي معلوماتو ترلاسه کولو وروسته یې پر هغه موټړ دزې وکړې چې دا امریکايي کورنۍ په کې له افغانستان څخه د کرمې ایجنسۍ ته لیږدول کیدله، چې پایله کې دا کورنۍ د وسله والو له منګلو وژغورل شوه.

د پاکستان پوځ د امریکا غږ اردو خپرونې ته ویلي چې دا کورنۍ د یو افغان ګروپ له خوا له افغانستان څخه پاکستان ته لیږدول کیدله چې د پوځ د عملیاتو په پایله کې وژغورل شوه.

خو د پاکستان پوځ د دې افغان ګروپ هویت نه دی په ډاګه کړی او هم یې دا نه دي ویلي چې په دې عملیاتو کې یې سړي تښتونکي هم نیولي او که نه .

د امریکايي چارواکود دغې امریکایي او کاناډايي کورنۍ غړو برمته کوونکي د حقاني ډله ښودلې ده.

دغه کورنۍ چې درې ماشومان هم لري په خپل وروستي ویډیوي پیغام کې چې د تیرکال په ډسمبر کې خپور کړی وو، د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ څخه دهغوی د خوشې کیدولپاره د برمته کوونکو د غوښتنو د منلو غوښتنه کړې وه.

د رسنیو د رپوټونو له مخې ددغې کورنۍ غړي له پاکستان څخه لندن ته تللي چې له هغه ځایه به په جرمني کې د امریکا پوځي اډې ته ولیږدول شي او په دغه اډه کې به د طبي معاینې وروسته امریکا ته واستول شي.

وسله والو طالبانو ۳۱ کلنه امریکایي میرمن کاتلین کولمن او د هغه ۳۳ کلن کاناډایي میړه جوشا بیول په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې برمته کړې وو.

XS
SM
MD
LG