د افغانستان په کنړ ولایت کې د شنبې په ورځ (نومبر ۲۸) یوه ښوونځي ته نږدې د چاودنې له امله د مکتب اوه شاګردان وژل شوي او ۹۹ نور ټپیان دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ددې خبري په تاییدولو سره زیاته کړې ده، د لومړنیو معلوماتو له مخې دا چاودنه ښوونځي ته نږدې د معادنو د استخراج د کمپنیو پورې اړوندو چاودیدونکو توکو په یوه ډیپو کې شوې ده.
قانع ویلي، دا پيښه د کنړ ولایت د مرکز اسعد اباد په اندرسیر سیمه کې رامنځ ته شوې. نوموړي ویلي په دې اړه څیړنې پیل شوي او د څیړنو تر بشپړیدو وروسته به نور جزیات هم خپاره کړي.
په کنړ ولایت کې سیمه ایزو چارواکو بیا څرګنده کړېده چې د پيښې ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) په وینا، د روان کال په اګست میاشت کې په پلازمینه کابل کې یوه تعلیمي مرکز کې چاودنې کابو ۴۲ ماشومان ووژل.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه د کنړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې ښوونځي ته څیرمه دا چاودنه چې له امله یې ماشومان مړه او ټپیان شوي، په کلکه غندلې ده.
نوموړي ددې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره غمشریکي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د شفا غوښتنه کړې.
فورم \ دبحث خونه