د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ۱۳۵ میلیونه درسي کتابونه چاپوي


د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې د یو پنځه کلن پلان له مخې به د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې د ۷۵ میلیون ډالرو په مرسته ۱۳۵ میلیونه درسي کتابونونه چاپ کړي.په دې لړ کې د افغانستان د پوهنې وزارت، د سې‌شنبې په ورځ د بهیر له مطبعې سره د ۱۲.۲ میلیون جلده درسي کتابونو د چاپولو تړون لاسلیک کړ.

د دغه وزارت سرپرست میرویس بلخي په دې اړه جوړې شوې خبرې غونډې ته وویل، چې د دغو کتابونو لویه برخه به په دریو پړاونو کې په کور دننه چاپ شي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه، چې په دویم او درېیم پړاو کې به څه باندې ۸۶ میلیون جلده نور درسي کتابونه، د خصوصي سکتور د کار کیفیت ته په کتو په کور دننه چاپ کړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د پوهنې وزارت په کور دننه د خصوصي سکتور له لارې د ښوونځیو درسي کتابونه چاپوي.

د پوهنې سرپرست وزیر وویل، چې د تړون له مخې به د بهیر مطبعه په څلورو میاشتو کې ۱۲.۲ میلیون جلد کتابونه چاپ او په ښوونځیو وویشي.

د بهیر د مطبعې مشر شیرباز کمین‌زاده په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت کې د دغو کتابونو د چاپولو ژمنه وکړه.

د افغانستان د پوهنې وزارت په داسې حال کې د نویو درسي کتابونو د چاپ لړۍ پیل کړې، چې د دولتي ښوونځیو زده‌کوونکي د کتابونو له کمښت او زوړوالي شکایت کوي.

د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې، افغان حکومت له ۲۰۰۴ عیسوي کال راهیسې شاوخوا ۲۲۹ میلیون درسي کتابونه چاپ کړي دي، چې زیات شمیر یې زاړه او له کاره لویدلي دي.

XS
SM
MD
LG