د لاس رسي وړ اتصالات

سلګونو طالبانو په نورستان کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي


دنورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې دملي اردو ځواکونو پر پوستو دسلګونه وسله والو څلور ساعته جګړه دغرمې په ېوې بجې پای ته رسېدلی ده .

چارواکي وايي،چې لږ تر لږه لس وسله وال په دغه ډله ییزه جګړه کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان په ټپي کالت کې له سیمې ویستل شوي دي.

دنورستان والي حافظ«عبد القیوم» امریکا غږ ته وویل،چې سهار په نهه بجو نژدې اته سوه وسله والو دکامدېش ولسوالۍ پر ټولو امنیتي پوستو ډله ییز وسله وال بریونه پیل کړه.

"دطالبانو لخوا په ټولو پوستو بریدونه پیل شول، په دغه جګړه کې زمونږ دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، په دغه جګړه کې دطالبانو لس مړي په سیمه کې پاتې دي."

نوموړی وايي،چې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلو جسدونو کې بهرنیان هم شته،خو لا روښانه نده ،چې دکوم هېواد پورې اړه لري.

کامدېش یوه له هغه ولسوالیو ده ،چې دډېورنډ کرښې ته څېرمه ده اوافغان چارواکو تل داسې شک کړی،چې پاکستانی حکومت په لوي لاس روزل شوي جګړه مار له دغه لارې افغان پوځیانو سره دجګړې لپاره راستوي.

په ختیځ زون کې دملي اردو دوهمې پلې لېوا ویاند جګړن هارون یوسفزی وايي په دومره لویه کچه بریدونه په پاکستان کې پلان شوي او پر افغان پوځیانو پلي کیږي.

"په پاکستان کې دغه وسله وال وروزي او بیا یي افغان پوځ سره دجګړې لپاره دلته راولیږي."

وسله والو طالبانو تر اوسه په کامدېش کې دنننۍ جګړې په اړه څه ندي ویلي.

څو ورځې وړاندې دکونړ په ناړۍ او نورستان په کامدېش ولسوالیو کې پر پوه ساتو ځواکونو ورته برید شوی وو،چې حکومت پکې دګڼو طالب وسله والو دوژنې دعوه کړې وه .

XS
SM
MD
LG