د لاس رسي وړ اتصالات

وروستیو ناامنیو، د کابل د امنیې قوماندان استعفی ته اړ کړ


جنرال ظاهر ظاهر، وړاندې د کابل د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مشر و.
جنرال ظاهر ظاهر، وړاندې د کابل د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مشر و.

په کابل کې د طالبانو له یو لړ ډله ییزو بریدونو وروسته، د دغه ولایت د امنیې قوماندان جنرال ظاهر ظاهر له دندې استعفی وکړه.

ویل کیږي چې د کورنیو چارو وزیر د ښاغلي ظاهر استعفی منلې ده.

طالبانو په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د یو شمېر نورو سیمو تر څنګ، یو شمېر بهرني تاسیسات او وګړي په نښه کړل.

ښاغلی ظاهر د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۳۰ نېټې له هغې وروسته استعفی وکړه چې، د شنبې په ماښام پر یو میلمستون د طالبانو په یو ډله اییز برید کې یو افریقايی، د هغه دوه ماشومان او یوه افغان ووژل شول.

په دغه برید کې امنیتي ځواکونو شپږ تنه نور وژغورل چې دوه یې بهرنیان و.

ښايي دا د کابل لومړنی امنیه قوماندان وي چې د امنیتي پېښو د نه کنترولولو له کبله له دندې استعفی کوي.

خو څو کاله وړاندې په کابل کې د یوې جرګې پر مهال د طالبانو توغندیز بریدونو د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د ملي امنیت رئیس امرالله صالح هم دندې پرېښودو ته اړ ویستلي و.

د پوځي چارو د یو شمېر کارپوهانو په باور د افغان امنیتي او نورو ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ د نشتوالي له کبله، په کابل او د هېواد په نورو برخو کې ناامني زیاته شوې ده او طالبان هم له دغې موقع نه ګټه اخلي.

د امنیتي چارو کارپوه جاوید نورستان دا خبره هم کوي چې د کابېنې نشتوالی او د ملي حکومت د چارواکو ترمنځ شته اختلاف په کابل او نورو ولایتونو کې امنیت خراب او طالبان پیاوړي کړي دي.

تراوسه لا دقیقه معلومه نه ده چې رښتیا هم پر کابل ښار د طالبانو وروستیو بریدونو، ښاغلی ظاهر د ندې پرېښودو ته اړ ویست که کومله بله خبره ده.

ښاغلی ظاهر له شاوخوا لسو کلونو راهېسې د افغانستان د کورنیو چارو یو پولیس افسر و، دی تېر کال د کابل د امنیې قومندان په توګه له ګمارل کېدو وړاندې، د دغه ښار د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر و.

د ښاغلي ظاهر استعفی داسې مهال کیږي چې په هلمند کې د ښوراب پر پوځي اډې د طالبانو برید څلورمې شپې ته غزیدلی دی.

په کابل او افغانستان کې نا امنۍ داسې مهال زیاتیږي چې، د افغانستان ملي شورا د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون تصویب کړ. طالبانو په وار وار دغه تړون غندلی دی او دا یې په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو په مانا بللی دی.

XS
SM
MD
LG