د لاس رسي وړ اتصالات

په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو ډله ییز برید شپږ تنه ووژل


په کندهار کې چارواکي وايي بریدونه نن دوشنبه په ځايي وخت د سهار په شاوخوا ۱۱ بجو د میوند ولسوالۍ په ودانۍ د یو ځانمرګي موټر بمب په چاودنې پیل شول چې شاوخوا دوه ساعته روان و. د چارواکو په وینا برید کوونکي پنځه تنه وو.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکا غږ ته وويل چي په وژل شویو کسانو کې د ولسوالۍ د پوليسو جنايي مدیر او یو هم د ملي اردو سرتیری شامل دي.

ښاغلي دراني زیاته کړه چې څلور وژل شوي عام وګړي هغه خلک و چې د خپلو اړوندو رسمي کارونو لپاره ولسوالۍ ته ورغلي و.

په دغو بریدونو کې درې پولیس او څلور عام وګړي ژوبل شوي هم دي.

د میوند ولسوالۍ یوې امنیتي سرچیني چي نه يې غوښتل نوم يې خپور شي امریکا غږ ته وويل چي برید کوونکو د ځانګړو افغان قواو جامې اغوستې وې .

د دغي نښتي له کبله د کندهار – هرات لویه لار چي د میوند ولسوالۍ له مرکز څخه تیریږي هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه او مسافر د دوو ساعتونو لپاره د سړک يوې او بلي خواته بند پاتې وو .

وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلی دی.

دغه ډله ییز برید داسې مهال کیږي چې څو ورځې وړاندې یو شمېر نورو وسله والو د ښوراب په لوي پوځي اډې برید وکړ چې شاوخوا څلور ورځې روان و.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG