د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې چارواکي وايي طالبانو د خلکو کورونه سوځولي


د دانګام په ولسوالۍ کې ځايي خلک وايي که پوځ د طالبانو سره د جګړې لپاره ونه رسیږي، طالبان به ډېر خلک ووژني او کورونه به وسوځوي.
د دانګام په ولسوالۍ کې ځايي خلک وايي که پوځ د طالبانو سره د جګړې لپاره ونه رسیږي، طالبان به ډېر خلک ووژني او کورونه به وسوځوي.

دکونړ په دانګام ولسوالۍ کې دپیل شوې جګړې په درېیمه ورځ د حکومت مخالفو وسله والو دولسي خلکو نژدې ۳۰ کورونه سوځولي او دځايي خلکو په وینا، چې په دریو لویو کلیو کې طالبانو خپل سپین بیرغونه ځړولي دي.

نننۍ جګړه سهار وختي دسور کمر، کڅۍ،او ساوون په سیمو کې شوې ده، چې پاڅون کوونکو دمرمیو له نه شتونه دغه کلي پرېښودي دي.

په دغې ولسوالۍ کې دپاڅون کوونکو دقومي لښکر مشر ملک محمد زمین ماښام ناوخته امریکا غږ اشنا ته وویل،چې تر اوسه یې امنیتي ځواکونه مرستې ور رسیدلي نه دي." مونږ د محاصرې په حال کې یو که مرسته مو ونه شي نو مونږ به وژني." نوموړی وايي د دوی درې کلي وسله والو سوځولي او که دمهماتو له اړخه یې مرسته ونه شي نو دومره مرمۍ لري،چې خپل ځانونه پرې ووژني.

"مونږ دومره مرمۍ لرو ،چې ځانونه پرې ووژنو."

ددانګام ولسوال عنایت الله وايي له نن سهاره تر اوسه۳۰ کورونه وسله والو سوځولي او تر دا مهاله حکومت لوړو څوکو ته دمرستې لپاره سرتیري نه دي لېږلي.

د دانګام ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې له خپلو څو ماشومانو سره یې ځان اسداباد ته رسولی دسهارنۍ پېښې کیسه کوي "غټ کورونه ۳۰ وسوځول او واړه خو یې ډېر سوځولي دي."

خو چارواکي وايي، چې ددغې ولسوالۍ لوړو څوکو ته افغان ځواکونه ختلي دي.

دکونړ د امنیې قوماندان جنرال عبد الحبیب سیدخېل امریکا غږ ته وویل، چې اوس مهال په سیمه کې حالات یو څه ارام شوي او هڅه یې داده، چې وسله وال وځپي.

خو والي شجاع الملک جلاله دغه کسان دپاکستان څارګرې ادارې پرې تړلي ګڼي.

"دغه کسان په ډېر غټ قوت راغلي او دپاکستان څخه یې قومانده ده."

والي وايي تېره ورځ یو شمېر چورلکو بمباري کړی،چې هغه هم بې هدفه وو.

نوموړی وايي ولسمشر او نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو دغلته دسنګرونو دنیونې ډاډ ورکړی دی .

والي وايي، چې اوه امنیتي کسان په دغې جګړې کې وژل شوي او ۱۵ نور زخمیان دي.

په ختیځ کې دملي اردو د۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي مني،چې پوځیان دجګړې سنګر ته نه دي ورختلي.

دسیمې خلک دا هم وايي، چې په تېرو څو میاشتو کې پاکستاني پوځیانو ددانګام ولسوالۍ په اخیري سیمو کې خپلې پوستې دې غاړې ته راوړلي او څو کیلو متره یې دډېورنډ کرښې دا غاړه لاندې کړې ده .

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه تازه استولي پېغام کې دعوه کړې،چې په دانګام کې یې تازه دوه امنیتي پوستې نیولي دي.

خو ګڼ شمېر افغانانو پر ټولنیزو شبکو فیسبوک او ټویټر باندې د کونړي ولس سره خپله غمرازي شریکه کړې او دخپلو سرحدونو په ساتنه کې یې ولسمشر او نورو لوړپوړي چارواکي پړه ګڼلي او له هغوی یې غوښتي چې د دغه برید په شا وتنبوي.

XS
SM
MD
LG