د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز والي: هغه ماشومان خوشې شول چې طالبانو نیولي وو


د کندوز والي محمد عمر ساپي نن شنبه ماښام ناوخته مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د خان اباد په ولسوالۍ کې افغان امنیتي قواو د مخالفو وسله والو پر ضد هغه وخت عملیات پیل کړل چې د سیمې وسله والو طالبانو شپږ ماشومان د خپلو دوه تنو لوړ پوړو قوماندانانو په بدل کې یرغمل نیولي وو.

د کندوز والي محمد عمر ساپي زیاته کړه چې د شیرخان بندر ۱۷ مامورین چې طالبانو یرغمل کړي وو ۱۶ يې راخوشې شوي او یو یې اوس هم له طالبانو سره پاتي دی.

ده وویل" د شیرخان بندر له ۱۷ مامورینو څخه يې شپاړس خوشې شوي او یو تن له طالبانو سره پاتي دی، او د خان اباد په ولسوالۍ کې هغه شپږ ماشومان چې طالبانو یرغمل کړي وو او په بدل کې يې غوښتل چې د هغوی لوړ پوړي نیول شوي کسان پرېښودل شي، د طالبانو له منګولو وژغورل شول."

د کندوز والی وویل چې په دغو عملیاتو کې مخالفو وسله والو ته ځاني تلفات هم اوښتي دي" د ملي اردو او پولیسو په ګډو عملیاتو کې له طالبانو ځینې سیمې پاکې شوې چې دوه مخالفین په کې وژل شوي وو."

د کندوز والي د تیرې یوې اونۍ د هغو پېښو یادونه هم وکړه "په تېره یوې اونۍ کې د ملي امنیت او ملي پولیسو سرتېرو د امام صیب په ولسوالۍ کې د بم جوړولو د کړیو یو تن، د طالبانو قوماندان قاري مجاهد او یو تن تنکی ځوان چې په کابل بانک کې یې د ځانمرګي برید لپاره استخدام شوی و، هم نیول شوي دي."

له دې پرته چې د کندوز والي د افغان ځواکونو د پرمختګ یادونه وکړه په تیره اونۍ کې دوه ورځې سر په سر د ملي اردو او پولیسو په موټرو پسې د مقناطسي نښلولو شوو ماینونو په چاودنو کې یو تن پولیس او یو ملکی وګړی وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG