د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ بیا جګړه پیل شوه


افغان چارواکی وايي په دانګام کې یې دکانتوسر په نامه هغه پوسته یې له طالبانو نیولې،چې څو ورځې وړاندې هغوی نیولې وه.
افغان چارواکی وايي په دانګام کې یې دکانتوسر په نامه هغه پوسته یې له طالبانو نیولې،چې څو ورځې وړاندې هغوی نیولې وه.

په دانګام ولسوالۍ کې افغان ځواکونو یو ځل بیا پروسله والو خپل بریدونه پیل کړي دي.

حکومتي ځواکونه وايي، چې نن سهار یې بیا په دانګام کې دوسله والو پر ضد جګړه پیل کړې او دکانتوسر په نامه هغه پوسته یې له طالبانو نیولې،چې څو ورځې وړاندې له مخالفو وسله والو سره وه .

په ختیځ کې دملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي امریکا غږ ته وویل،چې طالبان یې په شاه تګ ته اړ کړي او اوس سخته جګړه روانه ده.

نوموړی زیاتوي،چې ددفاع وزارت چورلکو درې وارې دطالبانو مرکزونه هم بمبار کړی، چې درانه تلفات یې ور اړولي دي.

هاتفي زیاتوي،چې ډېر ژر به یې ځواکونه هغه سیمې ته ورسي، چې دملکي وګړو کورنه پکې سوځول شوي دي.

دکونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان امریکا غږ ته ویلي،چې دجګړې له سیمې اکثره کورنۍ وتلي اوډېرې کمې کورنۍ ایسارې دي.

دکونړ دچارواکو په وینا چې ددانګام له ولسوالۍ څخه تر ۴۵۰ کورنۍ خوندي سیمو ته راکډه شوي،چې دځینو ادارو لخوا ورسره لومړنۍ مرستې هم شوي دي.

دجګړې نژدې درې اونۍ په پوره کېدو دي،خو لاهم افغان امنیتي ځواکونه هغه سیمې ته ندي رسېدلي،چې ګڼ کورنه پکې سوځول شوي او ګڼې کورنۍ پکې ایسارې دي.

XS
SM
MD
LG