د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې چارواکي وايي یوې ځانمرګې نجلۍ ځان ورسپارلی


زرمینه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې خبریالانو ته وښودل شوه .
زرمینه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې خبریالانو ته وښودل شوه .

د هلمند امنیتي مقامات وايي یوه ماشومه نجلۍ چي ځانمرګي برید ته چمتو شوې وه ، دوی ته ځان ورسپارلی .

له ماشومانو څخه په جګړه کې کار اخیستل ممکن نوې خبره نه وي خو دا ځل یوه ۱۳ کلنه نجلۍ د خپل پلار له لوري ځانمرګي برید ته هڅول شوې .

چارواکي وايي دغې نجلۍ د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې پولیسو ته ځان سپارلی دی.

د نوزاد په ولسوالۍ کې د عامه نظم د ساتنې د پوليسو د دوهم کنډک قومندان سمونیار فضل هادي امریکاغږ ته وويل چي دغه ماشومه د هغه د پلار په خوښه د ځانمرګي برید لپاره چمتو شوې وه چې اوس په لښکرګاه کې ده.

دی زیاتوي چي هغې پولیسو ته ویلي چې د ۲۰ ورځو لپاره د ځانمرګي برید روزنه هم ورکړل شوې ده .

نیول شوې ماشومه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې خبریالانو ته وښودل شوه .

هغې وویل چي د مرګ له وېرې نه غواړي بېرته خپل کورته ولاړه شي " زما نوم زرمینه دی د پلار نوم مي ملا عبدالشکور دی او د نوزاد ولسوالۍ د اورموز په سیمه کې مو کور دی، ماته يې ۳ اونۍ دځانمرګي برید چم - زده کړه- را وښود ، خو ما نه غوښتل چي ځانمرګی برید وکړم ، اول خپل د ماما ګانو کره ولاړمه او بیا مي حکومت ته ځان ورساوه . "

زرمېنه وايي چي له دې سره دوه نور ماشومان هم د ځانمرګي برید لپاره روزل کېدل ، خو د هغوی په اړه اوس معلومات نلري .

د هلمند د ولایتي شورا غړې نرګس رخشاني وايي چي دا د کلتور خلاف عمل دی او هیڅکله يې افغاني ټولنه نشي زغملای .

نوموړي له دولت څخه وغوښتل چي د نیول شوي نجلۍ ژوند ته پاملرنه وکړي او د هغې لپاره ټول امکانات برابر کړي .

تر دې پېښي پوره یو کال مخکې په خانشین ولسوالۍ کې بیا د سپوږمۍ په نوم هم یوه نجلۍ چي د خپل ورور له لوري د ځانمرګي برید لپاره هڅول شوې وه د امنیتي ادارو له لوري تر برید مخکې ونیول شوه .

د هلمند امنیتي مقامات وايي چي د دولت وسله وال مخالفین اوس هڅه کوي چي له ماشومانو څخه په ځانمرګو بریدونو کې کار واخلي .

طالبانو چې په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو مسولین بلل کیږي، تراوسه د زرمېنې د دغو ادعاوو په اړه څه ویلي نه دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG