د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند د پېښې د غندلو احتجاج لا هم روان دی


د هلمند د سنګین ولسوالۍ په پېښې کې ۳۵ تنه وژل شوي چې ټول یې ماشومان او ښځې دي.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ په پېښې کې ۳۵ تنه وژل شوي چې ټول یې ماشومان او ښځې دي.

په هلمند ولایت کې د سنګین د خونړۍ پېښي په غم او غندنه کې ناست احتجاج کونکې د پېښي په اړ د شفافو پلټنو په پایله کې تورنو کسانو ته د اعدام سزا او هلمند ته د جمهور ریس محمد اشرف غني د ورتګ غوښتنه لري .

د دوی شمېر سلګونو کساتو ته رسیږي چې د هلمند د والي د دفتر مخې ته يې خېمې وهلي او د ولایت مقام ته د ورتلو لار يې تړلي دي .

څه ورځو وړاندې په هلمند کې د واده پر مراسمو توغندي ولګېدل چې له کبله یې د چارواکو په خبره شاوخوا ۳۵ کسان ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول، د دغه برید پړه پر افغان ځواکونو اچول شوې ده.

د احتجاج کوونکو یوه بله غوښتنه دا ده چې افغان حکومت دې په هلمند ولایت کې په راتلوونکې کي د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره پراخ تغیرات او اصلاحات راولي .

یو احتجاج کوونکي وویل "تاسي چې د څو میاشتو راهیسې د خپل موقف لپاره پر کابینه نه سره جوړیږﺉ ، خو ملت مو داسې حالت ته رسولی چې د واده پر مراسمو يې ګولۍ وریږي او څه نشي کولای . "

د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد سروري امریکا غږ ته وويل چي تر هغو به يې احتجاج دوام ولري چي غوښتنې يې نه وي منل شوي .

په همدې وخت کې نن مازیګر ناوخته د جمهور ریس محمد اشرف غني د سلاکار حاجي دین محمد په مشرۍ یو ۱۵ کسیزه حکومتي پلاوی هم د پېښي د څېړلو لپاره هلمند ته ورسېد چې حقیقت معلوم کړي او بیا ولسمشر ته خپل رېپوټ ورکړي.

د هلمند د ملي امنیت ریاست وايي چي د نوي میلادي کال په لمړۍ شپه سنګین کې د واده پر مراسمو لګیدلي توغندي ۳۵ کسان وژلي او ۶۷ تنه نور يې ټپیان کړي .

افغان چارواکو ویلي چې په پېښه کې ښکیل پوځیان به محاکمه شي، دغه پېښه په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخ ډول غندل شوې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG