د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو طالبانو په ننګرهار کې یو بل قاضي هم وواژه


طالبانو، د ننګرهار د استیناف محکمې د فساد پر ضد د مبارزې د دیوان مشر قاضي عبدالمتین د خپل کور مخکې وواژه.
طالبانو، د ننګرهار د استیناف محکمې د فساد پر ضد د مبارزې د دیوان مشر قاضي عبدالمتین د خپل کور مخکې وواژه.

وسله والو د شنبې په سهار د جلال اباد په شپږمه ناحیه کې د ننګرهار د استیناف محکمې د فساد پر ضد د مبارزې د دیوان مشر قاضي عبدالمتین وواژه.

دوالي ویاند احمد ضیاء عبد الزي امریکا غږ ته وویل،چې دخالص فامیلو سیمه کې قاضي عبد المتین له خپل کور څخه څو قدمه لېرې د وسله والو موټر سایکل سپرو په ډزو ځای پر ځای ووژل شو، وسله وال وتښتېدل.

عبدالزي وویل "قاضي صیب پلی روان و او ډزې پرې شوي. پولیس سیمې ته ورغلي او هڅه کوي،چې دپېښې عاملین ونیسي. "

وسله والو طالبانو ددغه قاضي دوژنې مسلولیت په غاړه اخستی دی .

په تېرو دریو ورځو کې دا دویم قاضي دی ،چې په جلال اباد ښار کې وژل کیږي.

د چهارشنبې په ورځ دلغمان استیناف محکمې دمدني دېوان ریس هم په جلال اباد کې دیوه مقناطسي بم دچاودنې په پایله کې ووژل شو.

دننګرهار محکمه له امنیتي ادارو غواړي،چې دقاضیانو دژوند خوندي کولو لپاره یې هڅې وشي.

ددغه ولایت داستناف محکمې ریس قاضي محمد اشرف امین امریکا غږ ته وویل، چې له ولسمشره یې د دوی دقضاتو دامنیت ساتنې لپاره کلکه غوښتنه کړې؛ خو لا یې هم چا په خبره غوږ ندی ګرولی .

" تر اوسه هېڅ دقاضیانو دامنیت ساتنې لپاره تنظیمات نشته دی ، ولسمشر هم په کابینه کې مصروف دی او دقاضیانو ژوند ته پام ندی شوی."

نوموړی وايي اوس مهال یواځې داستناف محکمې دساتنې لپاره یو څو عسکر ورکړل شوي؛ خو قاضیان ساتونکي نه لري .

خو دننګرهار ولایتي اداره وايي په دغه ولایت کې یې قاضیانو ته دیوه ټوپک دګ رځېدو اجازه ورکړې ده .

نوموړی وايی په ننګرهار کې یې قاضیانو ته د را ولاړې شوې امنیتي ستونزي د حلولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

نوموړی وايي امنیتي ادارو هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي او له قاضیانو غواړي، چې د رپېښو ستونزو په اړه باید ولایتي اداره له وړاندې خبره کړي.

دډېرو په باور په افغانستان کې دقاضیانو ژوند ځکه له ګڼو خطرونو سره مخ دی ،چې په اوسنیو حالاتو کې فساد کونکي دنشه يي توکو قاچاقبر او ګڼې نورې کړۍ غواړي ددوی پر وژنه دهغه فېصلو غچ واخلي،چې پر وړاندې یې قاضیانو کړي دي.

XS
SM
MD
LG