د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې سلګونه پولیس له دندو شړل شوي


د هلمند امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ وايي چي پدې ولایت کي اته سوه پوليس له دندو څخه لرې کړل شوي دي.

چارواکي وايي دغه پولیس د ديشو او باغران تشکيل وو چي په نورو سيمو کي خدمتي ګمارل شوي وو او له تېرو دریو اونیو راهیسې یې د هغو د لېرې کولو لړۍ پیل شوې ده. ديشو او باغران هغه ولسوالۍ دي چې د حکومت له لاسه وتلي دي.

د هلمند امنیتي مقامات وايي چې د دې کار په اصلي علت دوی هم نه پوهیږي خو، اندېښنه ښيي چې، د ومره پولیسو د تشکیل کمول به دغه ولایت له نورو ستونزو امنیتي ستونزو سره مخامخ کړي.

دمګړی د هلمند پنځه ولسوالۍ په بشپړه ډول د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې دي او په ګڼو نورو سیمو کې يې هره ورځ امنیتي پېښي رامنځ ته کیږي.

د هلمند امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ امریکاغږ اشنا ته وويل چي دوی د پوليسو په موجوده تشکیل نشي کولی چې له لاسه وتلې سیمي بیرته ونیسي.

نوموړی زیاتوي چې په یوه ځل د دومره پوليسو کمول دوی هم اندېښمن کړي"د اته سوه پوليسو تشکیل لغوه کیدل طبعي ده چي موږ ته یو لوړ ستونزي رامخ ته کوي او نشو کولی چي په خلاص لاس عملیات وکړو او له لاسه وتلي سیمي بيرته د دولت تر حاکمیت لاندي را ولو."

هلمند په جنوب کي له تر ټولو نا ارامه ولایتونو څخه بلل کیږي چې روانو نا امنیو يې څو ځله د سقوط اندېښنې هم راپورته کړي.

خو په کابل کې چارواکي وايي چې په هلمند کي د حالاتو د سمون لپاره پلان نیولی دی، دا په داسې حال کې ده چې اوس اوس تازه د میدان وردګو والي حیات الله حیات، د هلمند د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG