د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي سلګونو طالبانو پر موسی خیلو برید کړی

چارواکي وايي د وژل شویو بریدګرو مړي د جنګ په میدان کې پراته دي
چارواکي وايي د وژل شویو بریدګرو مړي د جنګ په میدان کې پراته دي

امنيتي چارواکي وايي، چې پر موسی خېلو والسوالۍ په حمله او جګړه کې د بهرنيو جنګياليو په ګډون سلګونو وسله والو برخه اخيستې وه. چارواکي زياتوي، جګړه سهار وختي پيل او تر غرمې يې دوام وکړ.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت امريکا غږ اشنا ته وويل، چې په جګړه کې ۱۰ طالبان وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي. د هغه په وينا د طالبانو مړي او ټپيان د پېښې په ځای کې پاتې شوي دي.

قوماندان غيرت همدارنګه وويل، چې يو د ملي اردو سرتېری او يو پوليس هم وژل شوي او دغه راز نهه پوليس ټپيان دي. هغه د ټپيانو روغتيايي حالت ښه وباله.

هغه زياته کړه ” د موسی خېلو ولسوالۍ په دغه ستره تهاجمي حمله کې بهرني اتباع هم شامل وو، خو زموږ ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت ځواکونو له ولسوالۍ څخه په کلکه سره دفاع وکړه‟.

پر مرستندوی ځواک برید

په عين وخت کې دغې جګړې ته د ورتلونکو مرستندويه امنيتي ځواکونو پر کاروان د سړک غاړې بمي چاودنه او وسله وال بريد شوی. چاودنه کې څلور ملکيان او په وسله وال بريد کې درې د ملي اردو سرتېري ټپيان دي.

موسی خېل د خوست شمال ته پرته غرنۍ ولسوالي ده، چې د طالبانو فعاليتونه پکې مخ پر زياتېدو ښکاري او حکومت يې هم پر ټولو سيمو واکمني نلري، خو امنيتي چارواکي په سيمه کې د پوځي عملياتو د ترسره کېدا خبر ورکوي.

قوماندان غيرت وويل ”موږ پلان لرو، چې نه يواځې په دغه سيمه، بلکې د خوست په نورو هغه سيمو کې چې امنيتي خطرونه پکې شته، عمليات وکړو او له طالبانو يې پاکې کړو‟.

له ډېرې مودې وروسته دا په خوست کې د ناامنۍ لومړنۍ ستره پېښه بلل کېږي. په دې وروستيو کې خوست د افغانستان يو له هغو ولايتونو ګڼل کېده، چې امنيتي وضعيت يې تر نورو هغو ښه بلل شوی.

طالبان وايي برید هغوی کړی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG