د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي په شمال کې ملېشې نه جوړوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دولت د مخالفینو پر وړاندې د ولسي پاڅونونو څخه په هرکلي سره وایي چې د قومي ملیشو د وسله وال کولو ملاتړ نه کوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دولت د مخالفینو پر وړاندې د ولسي پاڅونونو څخه په هرکلي سره وایي چې د قومي ملیشو د وسله وال کولو ملاتړ نه کوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګنې دغه وزارت په شمال کې ځینو ځايي ملېشو او پخوانیو جهادي قومندانانو ته وسلې وېشلې چې د طالبانو پر ضد و جنګیږي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوی هېچا ته هم وسله نه ده ورکړې او هغوی چې د طالبانو پر ضد جنګیږي، ځايي پاڅون کوونکي دي.

ښاغلي صدیقي وویل " موږ هیچا ته هم وسلې نه ورکو. هغوی چې له طالبانو سره جنګییږي، ځايي پاڅونوال او پخواني جهادیان دي، چې د طالبانو پر ضد د خلکو د نفرت له کبله پېدا شوي، موږ یې ننګه کوي. دوی هڅه کوي چې د افغان ځواکونو سره، د طالبانو پر ضد جګړې کې مرسته وکړي. "

دی وايي چې دغه وسله وال د کورنیو چارو وزارت تر څار لاندې فعالیت کوي چې په خبره یې په هېڅکله هم د نویو ځايي ملېشو د جوړولو او پخوانیو جهادیانو د وسله وال کولو په مانا نه ده.

د ملېشو د جوړولو له کبله اندېښنې

د افغانستان په ولسي جرګې کې یو شمېر وکیلانو له دې کبله اندېښنه ښودلې ده او ځینو یې ویلي که ځايي ملېشې جوړې او پخواني جهادیان وسله وال شي، شاید د دوی ترمنځ پخوانۍ تربنګۍ بیا تازه شي او امنیت لا پسې خراب شي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه مطیع الله خروټي د امریکا غږ ته وویل چې د ځايي ملېشو جوړول او د پخواني قومندانانو وسله وال کول د افغانستان د اساسي قانون خلاف دي.

ده وویل " د ځايي ملېشو او پخوانیو جهادي قومندانانو وسله وال کول د قانون خلاف دي. دوی یوازې د دې لپاره ځانونه مسلح کوي چې غصب شوې ځمکې وساتي او خپلې ناقانونه کړنې پټې کړي. افغانستان پوځ لري او دا ډول ډلو ته هېڅ اړتیا نه لیدل کیږي."

زرګونه ځايي وسله وال د امنیتي ځواکونو لیکو جذبیږي

په شمال کې د ځايي ملېشو د جوړولو راپورونه له هغې وروسته ورکړل شول چې، په کندز او بدخشان کې د طالبانو بریدونو زور واخیست او داسې راپورونه هم راغلل چې طالبان د کندز ښار څنډو ته ورسېدل.

راپورونه وايي چې دا مهال په کندوز کې شاوخوا ۴۰۰۰ وسله وال چې په پخوانیو قوماندانانو پورې اړه لري، د افغان ځواکونو په ملاتړ له طالبانو سره جنګیږي.

د جمهور ریس ځانګړي سلاکار احمد ضیا مسعود څه موده وړاندې کندوز ته ولاړ او د پخوانیو جهادیانو ستاینه یې وکړه چې له طالبانو سره یې په جګړه کې د افغان ځواکونو مرسته وکړه.

په همدې حال کې د کندز امنیې قومندان جنرال عبدالصبور نصرتي د اسوشېټټ پرس خبري اژانس ته په خبرو د ځايي ملېشو د جوړولو هرکلی کړی دی او ویلي دي چې دغه کار به د وسله والو طالبانو په ځپلو کې ګټور وي.

د کندوز والي محمد عمر ساپی وایې هغه کسان چې وسله لري او په سیمه کې يې خلک ملاتړ کوي د محلي پولیسو په تشکیلاتو کې به ځای پر ځای شي.

ده وویل " د طرز العمل نه مخکې محلي پولیس جوړ شوي وو چې ستونزې يې درلودې اوس له سره د محلي پولیسو تعینات پیل شوي او هغه پولیس چې خلک ترې خوشاله نه دي هغه به لرې کیږي. ۱۳۵۰ محلي پولیسو په مقررۍ به له سره کره کتنه کیږي، او زر تنه نور وسله وال به چې خپله وسله لري د محلي پولیسو په لیکو کې تنظیم کړي. "

که چېرې د ملېشو د جوړولو خبره رښتیا وي، نو دا به په ښکاره د افغان حکومت له هغې پرېکړې سره په ټکر کې وي چې، په کندز کې ځايي وسله وال د امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذبوي.

په شمال کې د طالبانو پر ضد د ځایي ملېشو او پخوانیو جهاديانو د وسله والو کولو خبره داسې مهال مخې ته راځي چې، د چارواکو په وینا افغانستان دا مهال څه باندې ۳۲۰ زره پوځ او پولیس لري چې د وسله والو طالبانو پر ضد جګړې کې یې هم تر ډېره ښه نتیجه ورکړې ده.

خو، د لویدیځ یو پوځي چارواکي وویل چې د ۲۰۱۵ کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې ۱۸۰۰ افغان پوځ او پولیس وژل شوي او شاوخوا ۳۴۰۰ نور ژوبل شوي دي.

د یو شمېر افغان او امریکايي چارواکو د اټکلونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د ۲۰ او ۳۰ زرو ترمنځ وسله وال طالبان او جنګیالي فعاله دي، چې شاید ډېره برخه یې سږ کال شمالي ولایتونو ته تللي وي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG