د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې دوه جګپوړي امنیتي چارواکي ووژل شول


په وژل شوو کې یو د ملي امنیت سیمیز مدیر و
په وژل شوو کې یو د ملي امنیت سیمیز مدیر و

په کونړ کې دیوې ولسوالۍ امنیه قوماندان او ملي امنیت مدیر په یوې چاودنې کې ووژل شول.

چارواکي وايي، د کونړ ولایت د سرګاڼو ولسولۍ د امنیې قومندان او د استخباراتو مدیر د سړک غاړې ماین په چاودنې کې وژل شوي دي.

پېښه د شنبې په مازدیګر شوې ده چې یو پولیس ساتونکی هم په کې وژل شوی.

دکونړ دوالي ویاند محمد غني مصمم امریکا غږ اشنا ته وویل، چې امنیه قوماندان حاجي ډاکټر او د ملي امنیت مدیر مبارک شاه دیوې نوې امنیتي پوستې جوړلو لپاره د سرګاڼو ولسوالۍ ته تللي وو.

ښاغلي مصمم وویل چې هغوی په سیمې کې پلي روان وو چې پر ماین وربرابر شول. نوموړی زیاتوي، چې په دغې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې ددغه ماین چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو معمولا دا ډول پېښې وسله وال طالبان کوي.

د کونړ ولایت له پاکستان سره سرحد لري او نسبتا نا ارامه بلل ولایت بلل کیږي.

دغلته وسله وال طالبان او د حزب اسلامي جنګیالي فعاله دي او راپورونه وايی چې په دې وروستیو کې د داعش ډلې جنګیاليو هم فعالیت پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG