د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په هلمند کې ۲۲ سرحدي پولیس وژلي دي


هلمند د افغانستان له نا امنه ولایتونو څخه شمېر کیږي.
هلمند د افغانستان له نا امنه ولایتونو څخه شمېر کیږي.

ځايي مقامات وايي چې په هلمند کې د افغان قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کي ۲۲ سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره په نښتې کې ۳۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي .

دغه پولیس په هلمند کي د ۶۰۴ سرحدي زون اړوند سرتیري دي چې تېره شپه د هلمند په شمال نوزاد ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې راګېر شول.

د هلمند یوه لوړ پوړي امنیتي مقام چي نه يې غوښتل نوم يې خپور شي د امریکا غږ اشنا ته وويل چې د دغو سرحدي سرتېرو مړي يې نن چهارشنبه د سرحدي زون قومندانۍ ته انتقال کړل.

نوموړي زیاته کړه چې د وژل شویو برید کوونکو مړي په سیمه کې پاتې دي.

د هلمند د ۶۰۴ سرحدي قواوو قومندان جنرال محمود پدې باب له خبرو څخه ډډه وکړه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له امریکا غږ سره په خبرو کي یوازي په نوزاد ولسوالۍ کې جګړه تاید کړه او ویې ویل چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نلري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG