د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت طالبانو سره د موافقې په اړه "امریکا سره اندېښنې شریکې" کړي


افغان حکومت وايي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه اندیښنې لري.
افغان حکومت وايي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه اندیښنې لري.

د افغانستان د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر وايي چې له امریکايي چارواکو سره یې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي.

ښاغلی عمر وايي چې د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه یو لړ "جدي اندېښنې" لري، خو معلومات یې ورنکړل چې دا "جدي اندېښنې" څه دي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (سنبلې۱۴- سپتمبر۶) په کابل کې د خبریالانو یوې غونډې ته وویل چې د افغانستان خلکو په تیر وخت کې" د معاملو پایلې چې دوې-افغانان- پکې شریک نه وو،" تجربه کړې.

هغه وویل "موږ د افغانستان د خلکو په استازیتوب هغه اندیښنې چې ډیرې جدي دي د امریکا متحده ایالاتو استازو ته ورسولې، هغوې حتما په دې اړه له سیاسونو، مدني ټولنو او نورو سره مشورې هم کوي."

هغه وویل دا هوکړه نه یوازې په امریکا او طالبانو اثر لري بلکې د ښاغلي عمر په وینا پایلې به یې په راتلونکې کې افغانان هم متاثره کړي.

تر دې مخکې د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د دغې ممکنه موافقې په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې افغان حکومت يې په اړه وضاحت غوښتی دی.

د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې مخکې د افغان حکومت مشرانو ته د سولې د دغه موافقې سند وښوده.

ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې له طالبانو سره د سولې موافقې ته نژدې شوي دي.

XS
SM
MD
LG