د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د داعش په وړاندې مذهبي یووالی


د افغانستان د علماوو شورا شیعه او سني عالمان وايي د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې په افغانستان کې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي او د شیعه او سني ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته کړي.

د کابل د دشتي برچي په سیمه کې د ایت الله واعظ زاده بهسودي د دارالمعارف په مدرسه کې سني او شیعه دیني عالمان سره را غونډ شوي او د دوی په ويناء د افغانستان دښمنان ته پیغام لیږدوي، چې په مذهبي اختلافاتو کې یې نه شي اچولی، په شیعه او سني یې سره نه شي ویشلی.

د تېرې جمعې په شپه په دشت برچي کې د الزهراء په جامع مسجد برید وشو او یو شمېر شیعه مذهبه لمونځ کوونکي یې ووژل. په تېر یوه کال کې څو نورې حملې هم وشوې چې ددغو دیني عالمانو په ويناء پداسې حملو هڅه کېده، چې شیعه او سني سره په خپلو کې واچوي.

شیعه عالمان وايي، د ترهګرو حملې نه اسلامي توجیح لري او نه هم انساني. شیعه دیني عالم ایت الله واعظ زاده بهسودي وايي د افغانستان د شیعه او سني مسلمانانو یووالی په سیمه او نړۍ کې بې ساری دی خو ترهګر هیڅ پوله نه پېژني.

وروستیو ترهګریزو پېښو چې مذهبي اختلافاتو ته پکې لمن ووهل شوه، ځوان محصلین هم اړ کړل، چې خپل یووالي وښيي. د پولتخنیک پوهنتون محصلینو شیعه سني او سني شیعه ته روژه ماتی وکړ.

په افغانستان کې د داعش په وړاندې مذهبي ورورولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

XS
SM
MD
LG