د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سیکان وايي افغانستان یې نور د اوسېدو ځای نه دی


دا لومړی ځل و چې پر افغان سیکانو دا ډول برید کیږي. په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو دا برید په کلکه غندلی دی
دا لومړی ځل و چې پر افغان سیکانو دا ډول برید کیږي. په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو دا برید په کلکه غندلی دی

په جلال اباد کې پر افغان-سیکانو له ځانمرګي برید وروسته یو شمېر سیکانو ویلي دي چې ښايي له افغانستان څخه ووځي او هند ته ولاړ شي.

په دغه برید کې (یکشنبه جولاۍ۱) شاوخوا ۱۷ سیکان ووژل شول، په وژل شویو کې ولسي جرګې ته یوازینی سیک کاندید اوتار سنګه خالصه هم شامل و. داعش ادعا کوي چې برید دوی کړی دی.

د تجویر سنګ د اکا زوی هم د جلال اباد په برید کې وژل شوی دی، هغه وايي "زه یې ښکاره وایم، نور دا ځای (افغانستان) زموږ د اوسېدو نه دی. اسلامي تروریستانو ته نور زموږ مذهب د زغملو نه دی. موږ افغانان یو. حکومت مو پېژني خو ترهګرو ځکه پر موږ برید وکړ چې موږ مسلمانان نه یو."

د جلال اباد له برید وروسته یو شمېر سیکان اوس په دې فکر کوي چې هند ته وکوچیږي. له برید وروسته ځینو سیکانو په جلال اباد کې د هند قونسلګرۍ ته پناه یوړه.

په جلال اباد کې د ټوکرو پلوونکي بلدیف سینګ وویل" موږ ته دوې لارې پاتې دي: یا به هند ته ځو او یا به مسلمانان کیږي."

هند د نورو افغانانو خلاف افغان سیکانو او هندوانو ته د اوږدې مودې لپاره ویزې ورکوي. افغانستان لپاره د هند سفیر وینی کمار وايي"دوی ټول - افغان اهل هنود- له کوم محدودیت پرته په هند کې ژوند کولی شي. موږ دلته یو چې له دوی سره مرسته وکړو، خو وروستۍ پرېکړه به دوی په خپله کوي."

خو ځینې داسې سیکان هم شته چې وايي افغانستان یې خپل کور دی او دا هېواد نه پرېږدي. په کابل کې یو مېشت سیک سندیپ سینګ رویټرز ته وویل "موږ ډارن نه یو. افغانستان زموږ خپل کور دی او هېچېرته هم نه ځو."

د هند سفارت ویلي وو چې چمتو دی د یو شمېر وژل شویو سیکانو جسدونه هند ته انتقال کړي، خو داسې ویل کیږي چې دا جسدونه ډېر سوځېدلي دي او د انتقال نه دي.

دا مهال په افغانستان کې د سیکانو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ ژوند کوي. رویټرز خبري اژانس وايي په افغانستان کې د ۱۹۹۰ کلونو تر ناورین د مخه شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ افغان هندوانو/سیکانو په دغه هېواد کې ارام ژوند کاوه.

پر سیکانو برید کور دننه او بهر په سختو ټکو غندل شوی دی. ولسمشر اشرف غني او مخکني ولسمشر حامد کرزی په لومړنیو کسانو کې وو چې دا برید یې وغنده.

یو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې له سیکانو سره د خواخوږۍ لپاره پر خپلو فیسبوک پاڼو باندې د هغوی تصویرونه خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG