د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي‌ جرګې ته یوازینی سیک نوماند ووژل شو


دی یوازینی سک و چې ولسي جرګې ته کاندید و
دی یوازینی سک و چې ولسي جرګې ته کاندید و

اوتار سنګهـ خالصه لومړنی سیک و چې د افغانستان د سیکانو په استازیتوب د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند شوی و.

ښاغلی خالصه په جلال اباد کې پر افغان-سیکانو په ځانمرګي‌ برید کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل امریکا غږ ته وویل چې روغتون ته په وروستل شویو مړو کې د اوتار سنګهـ خالصه مړی هم و.

وايي هغه په پېښه کې سخت ژوبل شوی و، ډېرې وینې یې ترې تللې وې او روغتون ته یې پر لار ه ساه ورکړه.

اوتار سنګهـ خالصه ولسي جرګې ته د خپلې کاندیداتورۍ په اړه ویلي وو چې غواړي‌ له دې لارې له سیک او هندو لږګیو سره توپیري‌ چلند ختمولو ته کار وکړي.

د یکشنبې په ورځ (جولاۍ۱) په جلال اباد کې د سیکانو یو شمېر استازي له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدو لپاره پر لار و چې ځانمرګی برید پرې وشو. په برید کې شاوخوا ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۰ ژوبل شوي چې چې اکثریت یې سیکان او هندوان دي.

دا لومړی ځل و چې افغانستان کې سیک لږګي په نښه کیږي. ویل کیږي چې په افغانستان کې د افغان-سیکانو شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ اوسیږي.

سیکان د افغان ټولنې یو بېطرفه اقلیت بلل کیږي چې د استازو په وینا یې په تېرو جنګونو کې یو شمېر زورواکانو یې جایدادونه،‌ شتمنۍ او ان هندوسوزان هم غصب او نیولي دي.

د دوی بل شکایت دا دی چې ماشومانو ته یې په مورنۍ ژبه د زده کړو امکانات نشته او په ټولنه کې ورسره توپیري چلند کیږي.

XS
SM
MD
LG