د لاس رسي وړ اتصالات

د ټولنیزو رسنیو مډال ګټونکي څوک او څومره دي

جایزې او مډالونه په دریو برخو کې ورکړل شول.
جایزې او مډالونه په دریو برخو کې ورکړل شول.

په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیواو رسنیو غوره فعالانو او خبریالانو ته مډالونه ورکړل شول.

د ټولنیزو رسنیو د درېیمې ورځې د غونډې په پای کې په دریو برخو کې، د غوره خبریال، د غوره ښاري خبریال او د ټولنیزو شبکو غوره فعال ته مډالونه ورکړل شول.

دغو کسانو ته د هغوی د مینوالو له لوري د انټرنټ له لارې رایې ورکړل شوې وې چې دغه کمپاین شاوخوا دوه اوونۍ روان و، خو پرېکړه د یو شمېر ځانګړو افغان او بهرنیویوې ګډې ډلې وکړه او ګټونکي یې اعلان کړل.

د مراسمو تنظیمونکي وايي چې دوی له شمشاد تلویزون سره قرار داد کړی چې د ټولو ګټونکو نومونه به یې اعلانوي.

خو، په ټولنیزو رسنیو، د دلاور فیضان، کاون خاموش او ځینو نورو نومونه راغلي دي.

د فیسبوک د جایزې ګټونکی نعيم عطارد د دغه بهیر ستاینه وکړه او له هغو خلکو یې مننه وکړه چې ده ته یې رایې ورکړې او غوره کړی یې دی.

خو، ځینو ګډونوالو د جایزې د ګټونکو د ټاکلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ویې ویل چې د خلکو رایو ته کتنه نه ده شوې، بلکې د هغوی په خبره ځانګړو کسانو ګټونکي غوره کړي دي.

یو شمېر ګډونوالو د مډال وړونکو د نومونو په اعلانېدو سره له غونډې ووتل.

یو اعتراض کوونکي عبدالرحمن رحماني د غوراوي ډله تورنه کړه چې حق یې حقدار ته سپارلی نه دی.

د مډال ورکولو مراسم په کابل ښار کې د بابر په تاریخي بڼ کې ترسره شول چې شاوخوا ۷۰۰ کسانو په کې برخه اخیستې وه، او ویل کیږي چې د افغانستان د شاوخوا ۲۰ ولایتونو څخه خبریالان او فعالانو هم ورغلي وو.

د دغو مراسمو یوه تنظیمونکې راضیه معصومي له ټولو خلکو مننه وکړه چې د ټولنیزو رسنیو په دغه لوی کمپاین او انتخاباتو کې برخه واخیسته.

هغې په افغانستان کې د بدلون او خلکو د غږ اوچتولو په برخو کې د ټولنیزو رسنیو رول مهم وباله .

ویل کیږي دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې دا ډول مراسم ترسره کیږي او ګټونکي ته جایزې او مډالونه ورکوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG