د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجوايي د پېښې عسکر په عمري بند محکوم شو


د امریکا د پوځ خوردظابط چې تیرکال یې په افغانستان کې ۱۶ ملکي افغانان ووژل، په عمري بند سزا چې د ضمانت امکان په کښې نشته محکوم شو.

د امریکا د واشنګټن په ایالت کې د شپږو قاضیانو یوې محکمې د دوو ساعتونو غور او مشورې وروسته د خوردظابط رابرټ بیلز په هکله خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه.

څلویښت کلن بیلز د ۲۰۱۲ کال د مارچ په میاشت کې کله چې د څلورمې دورې دپاره په نظامي وظیفې د امریکا څخه بهر ګمارل شوی و، د شپې په نیمايی کې یې پر دوو کلیوو باندې برید وکړ.

ددغه برید په لړ کې چې په مطبوعاتو کې د کندهار د عامه وژنې خطاب ورته وشو، بیلز د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ دوو کلیوو ته د شپې په تیارې کې ورغی او هلته یې پر ملکیانو باندې د ټوپک او توپنچې ډزې وکړې. په ۱۶ وژل شویو کسانو کې ۹ ماشومان او څلور ښځې شاملې وې.

هغه د پوځ سره د یوې معاملې په لړ کې د روان کال د جون په میاشت کې د ۱۶ کسانو د وژلو تور ومنی چې د مرګ د سزا څخه ځان بچ کړي. قاضیانو پر دې باندې غور کاوه چې آیا بیلز ته د دې فرصت باید ورکړي چې د خپل بند د یو څه مودې له تیرولو وروسته په ضمانت باندې د آزادېدو زمینه ورته مساعده شي که نه؟ وروسته پریکړه دا وسوه چې هغه دي بې ضمانت په عمري بند محکوم شي.

بیلز د پنجشنبې په ورځ د شاهدانو په کټاره کې ودریدی او د خپل کار په خاطر یې بخښنه وغوښته. هغه خپلو اعمالو ته د بزدلۍ خطاب وکړ او وویل چې په دې نړۍ کې د هغه د کړنو لپاره هیڅ مشروع دلیل وجود نلري.
XS
SM
MD
LG