د لاس رسي وړ اتصالات

د جدي شپږمه؛ پر افغانستان د شوروي لښکرو د یرغل کالیزه


نن د جدي شپږمه پر افغانستان د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د یرغل اته دیرشمه کالیزه ده.

د معمول پر خلاف، سږکال په افغانستان کې ددغې ورځې په مناسبت لویه غونډه جوړه نشوه. یواځې د حکومت اجرائیه ریاست، ولسي جرګې او په خوست کې یو شمیر خلکو پر افغانستان د شورویانو یرغل وغانده.

د ډیرو افغانانو په باور په ۱۳۵۸ کال کې افغانستان ته د شوروي د پوځیانو راتګ، پدغه هېواد کې د خونړیو جګړو او د ګڼو هېوادونو مداخلو ته زمینه برابره کړله.

له نن څخه ۳۸ کاله مخکې د شوروي د پوځ لومړني قطعات د هېواد په شمال کې د حیرتانو د بندر له لارې د افغانستان خاورې ته ننوتل.

شورویانو د ولسمشر حفیظ الله امین حکومت نسکور کړ او پر ځای یې ببرک کارمل د افغانستان د ولسمشر په توګه وپيژاند.

د ملي وحدت د حکومت اجرائیه ریاست په افغانستان کې د شورویانو پوځي مداخله د روانو ویجاړیو یو غټ لامل بولي. د اجرائیه ریاست له دفتر څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې د شورویانو یرغل د یو نیم میلیونو خلکو په وژل کېدو تمام شو.

د افغانستان د ولسي جرګې د چهارشنبې [ډیسامبر ۲۷] په عمومي غونډې کې یو شمیر وکیلانو روسیه د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورنه کړه.

د ولسي جرګې مرستیال نذیر احمدزي د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د هر هغه هېواد مخه ونیسي "چې په افغانستان کې مداخله کوي."

روسیه د افغان حکومت مخالفو وسلو والو ته د مهماتو په ورکولو او همکارۍ تورنه ده. مسکو دا تورونه نه مني.

د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند یو شمیر غړي چې په کابل کې اوسیږي باور لري چې روسانو له تیرې نیمې پېرۍ راپدې خوا په افغانستان کې یو ډول نه یو ډول حضور درلود.

جنرال عبدالواحد طاقت چې د افغانستان په استخباراتي ادارو کې یې کار کړی پدې نظر دی چې جګړه پر افغانانو تپل شوې ده او د روسیې په راتګ سره "افغانستان څه له لاسه ورنه کړل".

XS
SM
MD
LG