د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه: افغان حکومت دې میدان وردګ کې پر کلینیک برید جدي وڅېړي


د بشري حقونو نړیوال سازمان له افغان حکومت څخه غوښتي چې په میدان وردګ ولایت کې پر یو روغتیايي کلینیک د برید په اړه جدي څېړنې وکړي او عاملین یې مجازارت کړي.

دغه سازمان چې مرکز یې په نیویارک دی د جمعې په ورځ د «چنګاښ پر۲۱مه» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغان ځانکړو ځواکونو د جولای میاشتې پر ۸مه او ۹مه نېټه په دای میرداد ولسوالۍ کې د یو روغتون څلور روغتیايي کار کوونکي وژلي دي.

بیان وايي، د نړیوالو جنګي قوانینو له مخې په قصدي ډول پر روغتیايي مرکزونو باندې بریدونه او په توقیف کې د ملکیانو وژل جنګي جنایت ګڼل کېږي.

په دغه بیان کې د اسیا لپاره د بشري حقونو سازمان د مشرې پټریشا ګوسمن له قوله راغلي:"پر روغتیايي تاسیساتو باندې حملې د جګړې قوانین تر ګواښ لاندې راوړي. او که چیري یې عاملین مجازات نشي دا ډول اعمال به دوام وکړي."

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا او د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې هم د دغه برید غندنې ترڅنګ له افغان حکومت څخه غوښتي و چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي.

د «اوچا» د راپور له مخې د روان میلادي کال له پیله تر دا مهاله په افغانستان کې ۷۷ روغتیايي کار کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې په داسې حال کې چې په تېر ۲۰۱۸ میلادي کې دغه شمېره ۷۶ تنه و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د میدان وردګو سیمه ییزو چارواکو په دای میرداد ولسوالۍ کې پر یو روغتیايي کلینیک د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ۳ روغتیايي کار کوونکو وژل کېدل او د یو بل ټپي کېدل تائید کړل.

دغه چارواکو وویل، چې دغه کلینیک د طالبانو تر کنټرول سیمه کې موقعیت لري.

خو د افغانستان دفاع وزارت تېره اونۍ په یوې اعلامیې کې وویل، چې دوی په دې اړه څېړنې کوي، خو تر دا مهاله یې د خپلو څېړنو پایلې له رسنیو سره نه دي شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG