د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: افغانستان کې مرستو رسوونکو باندې بریدونه ۲۰٪ زیات شوي


افغانستان کې د ناامنیو له امله د مرستې رسونې موسسې په ډیرو سختو شرایطو کې اړو وګړو ته مرستې رسوي.
افغانستان کې د ناامنیو له امله د مرستې رسونې موسسې په ډیرو سختو شرایطو کې اړو وګړو ته مرستې رسوي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مر ستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت نن د یکشنبې په ورځ (زمري ۲۸ مه)په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان د جنوبي سوډان او سوریه سره یوځای د مرستې رسونې کارکوونکو پر وړاندې دډیرو زیاتو ګواښونو له پلوه د نړۍد دریو خطرناکوهیوادونو په ډله کې شامل شوي.

" اوچا" وايي، په افغانستان کې د مخامخ او قصدي تاوتریخوالي په پایله کې مخ په زیاتیدونکي ډول روغتیايي کارکوونکي او روغتیايي مرکزونه تر برید لاندې راغلي دي.

دا اداره وايي " ډاکټران، نرسان، قابیلې او نور روغتیايي کارکوونکي زورول شوي، په توقیف کې ساتل شوي، تښتول شوي او تر ټولو بدو پیښو کې وژل شوي دي".

" اوچا" وايي، په تیر ۲۰۱۷ میلادي کال کې وسله والو ډلو په افغانستان کې۱۴۰ روغتیايي مرکزونه وتړل، چې له امله یې دوه میلیونه وګړي د روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې شول، چې دا د اندیښنې وړ وضعیت په ۲۰۱۸ کال کې هم دوام موندلی دی.

د " اوچا" د بیان له مخې د روان میلادي کال د جولای او اګسټ په میاشتو کې په زابل کې د روغتیایي مرکزونو د بندیدلو د مخامخ اغیزو په پایله کې درې سوه زره وګړي د لنډې مودې لپاره د روغتیايي خدمتونو څخه محروم شول.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره " اوچا" وايي، چې جګړو په دوامداره توګه پر خلکو او د مرستې رسونې په کارکوونکو خورا ناوړې اغیزې پریښې دي.

دا اداره وایي، د دې کال په لومړیو شپږ میاشتو کې په جګړو کې ۱۶۹۲ ملکي وګړي وژل شوي، چې په تیره یوه لسیزه کې د وژل شوو ملکیانو تر ټولو لوړ شمیر ښيي.

" اوچا" وايي " په روان کال کې له ۱۳۰ څخه پر زیاتو ښوونځیو بریدونه شوي او دوه روغتیايي مرکرونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د مرسته روسونې د کارکوونکو پر وړاندې په پیښو کې شل فیصده زیاتوالی راغلی، ۲۳ مرستې رسونې کارکوونکي وژل شوي، ۳۷ ژوبل شوي او ۷۴ نور تښتول شوي دی".

په افغانستان کې ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي د دفتر رئیس ټوبي لینزر په دغه بیان کې ویلي، چې جګړه خپل قواعد لري، "هر ځل، چې دا قواعد ماتیږي، د انجونو، هلکانو، ښځو او سړو کړاونه هم ورسره زیاتیږي".

ښاغلي لینزر، په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواوو څخه غوښتي، چې د نړیوالو بشري قوانینو پر اساس دې خپلو مسولیتونو ته پابند پاتې شي.

هغه ویلي، چې دا د ملکیانو او ملکي زیربناوو لکه روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو هدف نه ګرځولو په معنی دي.

په افغانستان کې د " اوچا" دغه مشر ویلي، د ټولو خواوو مشران هغو سیمو کې، چې خلک مرستو ته اړتیا لري، هغوی دغسې سیمو ته د مرستې رسونې کارکوونکو لاس رسی او خوندیتوب د برابرولو په برخه کې حساب ورکوونکي دي.

ملګري ملتونه په ۲۰۰۳ کال د اګسټ په ۱۹ مه د عراق په مرکز د بغداد په ښار کې پر کانال هوټل باندې د یو تروریستي برید وروسته، چې په پایله کې يې عراق لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي په ګډون ۲۲ تنه ووژل شول د ۲۰۰۸ کال راهیسې هرکال دا ورځ د بشر پالنې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي.

XS
SM
MD
LG